د سوريې په هکله د جينو دريمه ناسته به په روانه اونۍ کې هم دوام ولري

ددي هيواد لپاره د ملگرو ملتونو ځانگري استازي ويلي له دي سره چي د دولت وسله والو مخالفينو ددي خبرو د ځنډولو غوښتنه کړې خو بيا به هم دا لړۍ دوام وکړي

اسټیفن ډیمستورا له دې سره چې په سوریه کې اوربند له لوی ګواښ سره مخ دی ویلي: هڅه کوي ترڅو تر چهارشنبه د پخلاینې خبرې دوام وکړي.

ده تیره ورځ په یوه خبرې ناسته کې ویلي: هیڅ داسې دلیل نه ویني چې له مخیې د سوریې دولت او مخالفینو د استازو ترم160126014157_staffan_de_mistura__624x351_apنځ خبرې وشي.

استيفن دي‌مستورا – ” زه غواړم چې د پخلاینې خبرې د تر چهارشنبې دوام وکړي، دا خبرې به د ټولو اړخونو په ګډون دوام ولري د هغه کسانو په ګډون چې ددې خبرو د فني اړخونو او په رسمي توګه یې د پرمخ بیولو پلویان دي ددې ناستې د تر سره کولو موخه د ټولو نظرونو را ټولول دي چې باید ددې ناستې پایله روښانه شي.”

ده ویلي: له ټولو خبرو او کړنو سره اوس هم په سوریه کې اوربند روان دی او که چیرې په بیړه ګام پورته نکړل شي دا اوربند چې اوس له لوی ګواښ سره مخ دی له منځه به لاړ شي.

د ملګرو ملتونو دې غړي د سوریې د سولې په هکله د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د یوې بیړنۍ ناستې د تر سره کولو غوښتنه کړې ویلي یې دي: انساني حالت اوربند او سیاسي بهیر په جینو کي له ګواښ سره مخ دی. پّ ورته حال کې د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي: په سوریه کې د وژل شویو کسانو شمیره څلور سوه زرو ته رسیدلې ده زیاته کړې دا دده شخصي نظر دی او په دې هکله کوم رسمي مالومات ندي تر لاسه شوي او پّ سوریه کې د بشر حقونو ادارو ویلي چې ددې جګړې د قربانیانو شمیره څلور سوه اویا زره کسانه ده.

یو نیم کال مخکی ملګرو ملتونو په سوریه کې د جګړې له امله د وژل شویو کسانو شمیره دوه سوه پنځوس زره کسان ښودلې وه او له دې وروسته دوی د قربانیانو د شمیرو خپرول بند کړي وو ځکه چې ددوی په هکله یې کره مالومات نه درلودل

د یوه بل خبر له مخې داعش ویلي چې د دمشق په څنډه کې یې د یوې جنګي الوتکې پیلوټ ژوندی نیولی دی دجمعې په ورځ دې ډلې داسې انځورونه خپاره کړل چې پکې یوه نسکوره شوې الوتکه ښکاري او دې وسله والو ویلي چې دا الوتکه د روسیې د دولت اړوند ده او دوی نسکوره کړې ده خو د سوریې حکومت تر اوسه په دې هکله څه ندي ویلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *