پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ګډو هڅو هڅه کوي

د پاکستان مشرانو جرګي یا سینيټ کې د سې شنبې په ورځ دافغانستان او پاکستان په اړيکو بحث وشو. دې بحث کې د بهرنېو چارو د وزارت هغه وينا سناتورانو ته وړاندې شوه چې د دواړو هېوادو د اړيکو په تړاو يې د مشرانو جرگې ځينو غړو غوښتنه کړې وه.

په دې وينا کې راغلي “پاکستان افغانستان خپل ګاونډي ورور ګڼي او له زړه هڅه کوي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ ښې اړيکې ولري”.

وينا 130825152654_afghanistan_and_pakistan_flags_624x351_bbc_nocreditکې راغلي “پاکستان غواړي د دواړو هیوادو تر منځ د دوستانه اړیکو، پولې، امنیت او ترهګرۍ پرضد ګډې هڅې، تجارتي او اقتصادي او د افغان کډوالو پر ستونزو وخت ناوخته کابل سره په ښۀ فضا کې خبرې کړي.

وينا کې راغلي ” په لویه سطح د همداسې ښې اړیکو له امله په بېل بېل سیمو کې ددوی ترمنځ لرې والی کمېدی شي”.

دا وينا چې په کابل کې د پروني خونړي بريد وړاندې د مشرانو جرگې ته چمتو شوې وه، کېدى شي له همدې امله په کې يې يادونه نه وي شوي. خو د پاکستان حکومت وړاندې دا بريد غندلى دى.

د پاکستان مشرانوجرګې ته دا وينا په لیکلې بڼې وړاندې شوه، چې ددغې جرګې يوې ښځينه غړې سناتورې نجمه حميد يې غوښتنه کړې وه. دې پوښتلي و “چې د پاکستان او افغانستان تر منځ اوس مهال کومې لانجې شته او ددې د هواري لپاره د پاکستاني حکومت لخوا کوم قدمونه پورته کېږي”؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وينا کې راغلي د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د ۲۰۱۵م مېلادي کال کابل ته سفر وکړ او په دوه اړخیزه خبرو کې يې ښې لاس ته راوړنې ولرلې اوهمداسې د افغانستان ولسمشر، ډاکټراشرف غني، بیا په نومبر ۲۰۱۴ او ډیسمبر ۲۰۱۵ کې د اسلام اباد دورې وکړې او دواړو غاړو هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره عملي قدم واخیستل شي.

د وينا ترمخه “همدا هڅې وې، چې اوس له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د څلورو هیوادونو امریکا، چین، افغانستان او پاکستان څلوراړخیزه غونډې دوام لري”.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وينا کې دا هم راغلي له افغان حکومت او نړیوالو سره په تماس کې دي، تر څو په دغه هیواد کې د مېشت شاوخوا ٣٠ لکه افغان کډوال په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *