د امریکا ولسمشر او دفاع وزیر عربستان ته رسیدلی دی

امریکا او سعودي عربستان په تېرو اویا کلونو کې ښه اړیکي لرل150129025730_obama_new_saudi_king_624x351_epa

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د سعودي عربستان او د عربي خلیج د همکارۍ شورا له مشرانو سره د کتنې په موخه ریاض ته تللی دی.

نوموړي دا سفر داسې مهال پیل کړی، چې په وروستیو کې د امریکا او خلیجي هېوادونو ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي.

ښاغلی اوباما به د سعودي عربستان له پاچا سلمان او د عربي خلیج د همکارۍ شورا له مشرانو سره هم وګوري.

له بارک اوباما سره په دې سفر کې د امریکا د دفاع وزیر اشټون کارټر هم ملګری دی.

ښاغلي کارټر ویلي، په دې سفر کې به د سعودي عربستان ددفاع له وزیر سره په سیمه کې د ایران د “بې ثباته کوونکو” فعالیتونو د مخنیوي او د پوځي هڅو په لړ کې خبرې وکړي.

د خلیجي هېوادونو د همکارۍ شورا کې سعودي عربستان، بحرین، عربي متحده امارات، کویت، قطر او عمان شامل دي.

یوه اونۍ وروسته به بارک اوباما بریتانیا او جرمني ته هم سفرونه وکړي.

د امریکا او سعودي عربستان ملګرتیا اوږده مخینه لري. شپږ کاله وړاندې واشنګټن له سعودي عربستان سره پخپل تاریخ کې د وسلو رانیولو تر ټولو لوی تړون لاسلیک کړ.

د تړون له مخې به – چې ارزښت یې شاوخوا ۶۰ میلیارد ډالر اټکل شوی- واشنګټن ریاض ته ایف ۱۵ جنګي الوتکې، اپاچي چورلکې او پرمختللې وسلې ورکوي.

په وروستیو کې د امریکا او عربستان ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي وو. د اړیکو د ترینګلتیا یو لامل یې دا و، چې امریکا غوښتل امریکايي وګړو ته د سپتمبر د یوولسمې د بریدونو په تړاو د سعودي عربستان په قضايي ناستو کې حاضرېدو ته اجازه ورکړي او دوی ته د غرامت غوښتنې حق ورکړل شي.

عربستان بیا پر ایران د بندیزونو لیرې کېدل په منځني ختیځ کې د ریاض پرضد د تهران د “نیابتي جګړې” د تېزولو په معنا بللي وو، خو ظاهراً یې له ایران سره د اتومي پرېکړې هرکلی وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *