ښاغلي دوستم وویل چې د کابل د سه شنبې د خونړي برید ترشا د آی اس آی لاس دی

د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال دوستم وسله وال طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اس آی “مزدروان” او د افغان ځواکونو په پرتله کمزوري یاد کړل.

ښاغلي دوستم  وویل چې د کابل د سه شنبې د خونړي برید ترشا د آی اس آی لاس دی؛ ده وویل “ما خو مخکې هم ویلي او بیا یې هم وایم که ولسمشر غني اجازه راکړي، د پاکستان د ا8D976256-D676-4E50-A0E0-669690F9ACFD_w640_r1_s_cx0_cy4_cw0ستخباراتو مزدوران به ژر ختم او له افغانستان نه ورک کړم”.

پاکستان په کابل کې برید په سختو ټکو غندلی، چې په کې ۶۴ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول. پاکستاني چارواکو په وارو ټینګار کړې چې آی اس آی له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو نه هیڅ ډول ملاتړ نکوي.

ښاغلي دوستم په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امریکا پر تګلارې د نیوکې په ډول وویل “امریکا هم باید جدي شي، که امریکا د طالبانو پر ضد جدي پرېکړه وکړي، په شپږو میاشتو کې به ورک شي”.

خو، نوموړي دا ونه ویل چې له امریکا نه د څه ډول اقداماتو تمه لري. پخوا ځینو لوړ پوړیو امریکايي چارواکي په ډاګه ویلي وو، چې طالبان د امریکا دښمنان نه دي.

ده مشر د طالبانو پر ضد د جدي اقدام د غوښتلو سره سره په دې هم ټېنګار وکړ، چې د افغانستان ستونزه پوځي حل نه لري او باید د خبرو له لارې حل شي.

جنرال دوستم له کومې ورځې چې د ولسمشر لومړی مرستیال شوی دی، څو وارې د افغانستان شمالي ولایتونو او په خاص ډول ازبک مېشتو سیمو ته تللی، چې ظاهرآ سیمې له وسله والو طالبانو پاکې کړي.

د هغه دفتر وايي ښاغلی دوستم د افغان ځواکونو د مورال لوړولو او د هغوی د ستایلو لپاره د جنګ لیکو ته ځي او ” له ډېرو سیمو یې طالبان هم شړلي دي.”

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *