ام حسین او کورنۍ یې د بغداد په ختیځ کې په یوه خونه لرونکي کور کې په مومقت ډول اوسېږي.

ام حسین (د حسین مور) نهیلې ده، ځکه چې له خپلو څلورو اولادونو سره د میلیونونو نورو عراقیانو په څېر له زړه بوږنوونکې بې وزلۍ کړېږي.

د ام حسین مېړه علي بیا د شکر او زړه له ناروغۍ ځورېږي، او له کاره لوېدلی دی160420004831_iraq_3_640x360_._nocredit.

ام حسین تېر نهه کاله په کورونو کې د خادمې په توګه کار کاوه، خو اوس ډېره ستړې شوې او د کار تر عُهدې نه شي وتلی.

دا وايي: “زه ستړې یم، د هغه کور لپاره هېڅ کرایه نه لرو چې پکې اوسېږو، د درمل اخیستو لپاره هم پیسې نه لرو، خوړو او د ماشومانو د اړتیا وړ څیزونو رانیولو ته خو هېڅ هم نه لرو”.

ام حسین او کورنۍ یې د بغداد په ختیځ کې په یوه خونه لرونکي کور کې په مومقت ډول اوسېږي.

کور یې له څو میاشتو راهیسې په ړنګېدو دی، خو د خپلوانو او دوستانو په همکارۍ یې د یوه بل کور د کرایه کولو وس پیدا کړ.

د هغې مېړه وايي: “کار مې کاوه. له خلکو نه غواړم چې موږ ته خواړه راکړي، بلکې له زوی مې غواړم چې د خلکو د خوړو پاتې شوني راټول کړي او موږ یې وخورو، له هېچا هم نه پیسې غواړم او نه خواړه”.

ددې بې وزلي حالت له کبله ام حسین یوې لویې سرښندنې ته ملا وتړله.

دا وايي: “د خپل یوه بډوډي خرڅولو هوډ مې وکړ، د کورنۍ لپاره پیسې نه لرم، دا پرېکړه مې ځکه وکړه چې غواړم د نورو له احسان پرته ژوند وکړو”.

ام حسین او مېړه یې د انساني غړو د ناقانونه اړوندو سوداګرو لوري ته مخه کړه، خو لومړنیو څېړنیو وښوده چې د دواړو د بدن غړي “صحي نه دي”.

علي په غوسه وویل: “موږ ویل چې له فقر نه د وتلو لپاره به د خپل نهه کلن زوی بډوډی خرڅ کړو”.

د فقر له کبله بغداد کې د انساني غړو سوداګري یو دود ګرځېدلی.

د نړیوال بانک د ۲۰۱۴ کال د شمېرو له مخې، د عراق له ۳۰ میلیون وګړو ۲۲٫۵ سلنه یې په بې وزلۍ کې ژوند کوي.

هلته د هر بډوډۍ په مقابل کې نژدې لس زره امریکايي ډالر ورکول کېږي، چې په عراق کې تر ډېره د قاچاق کوونکو له خوا بې وزله وګړي په نښه کېږي او په ټول منځني ختیځ کې عراق د بشري غړو د سوداګرۍ یو مرکز ګرځوي.

د فارس البیاتي په نامه یوه وکیل وویل: “دغه پدیده تر دې حده ډېره شوې چې چارواکي یې پر وړاندې مبارزه نه شي کولی”.

لبیاتي زیاتوي: “په تېرو درو میاشتو کې زه خپله له ۱۲ داسې کسانو سره مخامخ شوی یم، چې د خپلو بډوډو خرڅولو له کبله نیول شوي، بې وزلي د بدن د غړو خرڅولو ته اړ کړي دي”.

“فرض کړئ یو پلار چې هېڅ د کار وس هم نه لري، د خپلو بچیانو لپاره له کومې سرچینې خواړه پیدا کړي، مجبور دی ځان قربانۍ ته چمتو کړي، دا زه قرباني ګڼم او دفاع یې کوم”.

په ۲۰۱۲ کال، حکومت یو نوی قانون ومانه، چې د بشري غړو د سوداګرۍ د ختمولو لپاره جوړ شوی و.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *