د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي د دولت مخالفينو د پلاوي له لوري د پخلايني خبرو د ځنډولو له وړانديزه خبر ورکړی

د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي د دولت مخالفينو د پلاوي له لوري د پخلايني خبرو د ځنډولو له وړانديزه خبر ورکړی دی خو د سوريي دولت پلاوي بيا دا ورانديز د خبرو په لاره کې ناغيړي بولي

د سوریې لپاره د ملګرو ملتنو ځانګړي استازي اسټیفن ډمستورا ویلي: د سوریې دولت وسله والو مخالفینو استازو ویلي، په سوریه کې جګړو او شخړو ته په کتو سره دوی تر اوږدې مودې خبرو ته دوام نشي ورکولای خو په سویس کې پّ غیر رسمي خبرو کې ګډون ته چمتو دي.

استيفن دمستورا؛ “ما نن واوریدل چې د سورې د دولت مخالفینو تر اوږدې مودې د خبرو پر دوام نیوکه ک160126014157_staffan_de_mistura__624x351_apړې ده ددوی دا پریکړه په سوریه کې د ناسمو حالاتو په هکله کړې او دا مسله په سوریه کې له اوربند سره تړاو لري.”

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي ده د سوریې د مخالفینو له استازو څخه غوښتي ترڅوږ په سوریه کې پاتې شي او پّ غیر رسمي توګه خپلو خبرو ته دوام ورکړي. دمستورا ویلي اوس هم د دولتي او مخالفینو د استازو ترمنځ په لوړه کچه اختلافات شتون لري.

دا په داسې حال کې ده چې دولتي پلاوي د مخالفینو دا غوښتنه د پخلاینې په لاره کې د خنډونو رامنځ ته کول ښودلي دي.

بشار جعفري؛ “مونږ دا مسولانه خبرې واوریدې د مخالفینو استازي چې د عربستان په حکومت تړلي په سوریه کې د جګړې د دوام غوښتونکي دي دوی غواړي د سوریې پر پوځ برید وکړي او له اوربنده سرغړړونه. دوی نغواړي ترڅو په سوریه کې د وینې تویدنه بنده شي.”

خو د سوریې د دولت د مخالینو استازي د جګړې د دوام پړه پر دمشق اچوي وایي چې دولت د جګړې د دوام غوښتنه کوي ده ویلي هرکله چې اوسنیو حالاتو بدلون وکړ نو دوی به د جنیو خبرو ته را وګرځي.

محمد علوش؛ “مونږ د خبرو دوام لپاره نیټه نده ټاکلې خو هرکله چې په سوریه کې حالات ښه شول مونږ به د پخلاینې خبرو ته دوام ورکړو خو اوسنیو حالاتو ته په کتو سره د خبرو دوام کومه ګټه نلري.”

د سوریې په هکله د جینو ناستې دوهم پړاو د تیرې پنجشنبه په ورځ پیل شو خو ویل شوي چې په دې پړاو کې هم دواړو خواو ډير اختلافات درلودل.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *