چین ته د اتمر د سفر موخه په پاکستان د فشار زیاتول دي
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د تېرې (یکشنبې) پر ورځ چین هېواد ته لاړ.
په ملي امنیت شورا کې د مسوولو چارواکيو په خبره، د ملي امنیت سلاکار له چیني چارواکیو غواړي، چې د سولې خبرو میز ته د طالبانو د حاضرولو په اړه پر پاکستان فشار راوړي
چین په سیمه او نړۍ کې یو له ځواکمنو هېوادونو دی او د افغان سولې د څلور اړخیزې ناستو یو بازو و.
د ملي امنیت د شورا ویاند تواب غورځنګ سلام وطندار سره په مرکه کې وویل، چې حنیف اتمر به سر له سبا د چین هېواد د ملي امنیت له رییس او د دغه هېواد د بهرنیو چارو له وزیر سره وګوري.
د غورځنګ پر وینا، د غونډې په څنډه کې به د دواړو هېوادونو په سیاسي او امنیتي اړیکو خبرې اترې وشي.
د ملي امنیت شورا سلاکار وویل، اتمر له چین هېواده د نظامي مرستو او د سیمې د ځواکمن هېواد په توګه د افغان سولې د ټیکاو په برخه کې له دوی د همکاري غوښتنه کوي.
شاوخوا دوه میاشتې مخکې د افغان سولې همغږي کوونکیو هېوادونو د سولې راوستلو په نقشې هوکړې ته ورسېدل؛ خو دغې غونډې د امریکا او چین هېوادونو د ګډون سره ـ سره ظاهرا مثبته پایله ورنه کړه.
پاکستان چې د سولې مېز ته د وسله والو طالبانو د حاضرولو مسوولیت اخیستی و، په خپلې ژمنې عمل ونه کړ.
څه موده مخکې د پاکستان اکسپرس تریبون ورځپاڼې د پاکستان حکومت د مشرانو له قوله لیکلي وو، چې که د سولې په خبرو کې طالبانو ګډون ونه کړي؛ د طالبانو له پاره به خطرناکې پایلې ولري.