امنیتي چارواکي وايي، چې په تېرو۲۴ ساعتونو کې د دولت  ۱۲۴ وسله وال مخالفین وژل شوي او ۱۷۹ نور ټپیان  دي.

د دغو چارواکو پر وینا، له تېرو څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو په یو شمېر ولایتونو کې خپل  بریدونه پېل کړي، خو دغه ټول بریدونه د امنیتي ځواکونو له خوا بېرته په شا تمبول شوي دي.

وسله والو طالبانو نن دوشنبه (اپرېل۱۸مه) د تخار ولایت پر درقد ولسوالۍ پراخ  برید وکړ، چې په مقابل کې يې افغان ځواکونو هم د جدي غبرګون ښودلو وروسته ټول وسله وال يې بېرته شاتګ ته اafghan armyړ کړي دي.

د تخار د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر حاجي اغا داود سلام وطندارته وویل، چې طالبانو غوښتل درقد ولسوالي ونیسي او بیا خپل بریدونه د دغه ولایت نورو ولسوالیو ته وغځوي، خو امنیتي ځواکونو له خوا وځپل شول.

هغه زیاته کړه، طالبانو د شپې له خوا له څو لوریو پر درقد ولسوالي برید وکړ، چې په نتیجه کې يې ۱۲ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۵ نور ټپیان شول.

او همدارنګه په دغه جګړه کې د امنیتي ځواکونو یو سرتیری وژل شوی او ۵ نور ټپیان دي.

په همدې حال کې د هېواد په شمال کې  ۲۰۹ شاهین قول اردو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې امنیتي ځواکونو د تندر ۱ په نوم عملیاتو کې په دشت ارچي، امام صاحب، چهار دره، خان اباد، قلعه زال ولسوالیو او د کندوز په مرکز کې یې له هوا او ځمکې نه د طالبانو ځالې په نښه کړي.

سرچینه زیاتوي، چې په دغو عملیاتو کې د دولت ۶۷  وسله وال مخالفین وژل شوي او ۵۹  نور يې ټپیان دي.

په ورته وخت کې د جوزجان  امنیتي چارواکي هم  وایي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د دولت د وسله والو مخالفینو بریدونه په شا تمبولي دي.

د دغه ولایت امنیه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ترکستاني سلام وطندارته وویل، چې طالبانو تېره شپه یو ځل بیا پر قوش تپه ولسوالۍ د دې له پاره برید وکړ، چې تر خپلې ولکې لاندې يې راوړي، خو د امنیتي ځواکونو له سخت غبرګون سره مخ شول .

نوموړي زیاته کړه، چې په دې جګړه کې  ۲۵ طالب وژل شوي او نږدې ۳۵ نورو ټپیان دي.

 دغه راز، د بغلان د والي ویاند محمد رضا غفوري سلام وطندار ته وویل، چې د وسله والو مخالفینو له خوا د توغول شوي هاوان له امله د اقچې ولسوالۍ ۶ تنه اوسیدونکي ټپیان شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *