اچين كې د بهرنيو ځواكونو بې پيلوټه بريد، پنځه داعش وسله وال مړه
اچين كې د بهرنيو ځواكونو بې پيلوټه بريد، پنځه داعش وسله وال مړه
د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکې پنځه تنه داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار ولايت مقام مطبوعاتي دفتر څخه نن کليد ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، د اچين ولسوالۍ په شډل سيمه کې د خير محمد په نوم د يوه کس پر کور هوايي بريد شوى، چې په ترڅ كې يې پنځه تنه وژل شوي دي.
سرچينه وايي، چې په دغه کور کې د داعش وسله والو لويه قرارګاه وه.
داعش وسله والو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.