د امریکا متحدو ایالتونو د سمندري پوځ د کشف ضد څانګه او همدارنګه د پلټنو فدرالي اداره د امریکا د سمندري پوځ د یوه افسر دوسیه څيړي. دغه افسر ادوارد لین نومیږي، چې په تایوان کې زیږیدلی او وروسته یې د امریکا د تابعیت پاسپورټ اخیستی دی.

د یادواو وړ ده، چې دغې دوسیې په امریکا متحدو ایالتونو کې د چینایي جاسوسۍ د نورو دوسیو په منځ کې خاص نوم پیدا کړی او د ډېرو پاملرنه یې ځانته راګرځولې ده. د روسیې یوه پوځي کارپوه واسیلي کاشین خاص د «سپوتن572300یک» لپاره د دغې پېښې په تړاو ځانګړې تبصره چمتو کړې، چې اوس یې له تاسې سره هم شریکوو.

تر هرڅه لومړی دغه ټکی زیاته پاملرنه ځانته راګرځوي، چې ادوارد لین همزمان د دوو کشفي ادارو لپاره کار کاوه: هم د چین ولسي جمهوریت د کشف ادارې په خدمت کې وو او هم یې په تایوان کې د «چین جمهوریت» د کشف ادارې ته خدمت کاوه. د دوو دښمنو استخباراتي ادارو لپاره همزمان کار کول ډېر خطرناک دي او د دغه جاسوس د بې سارې زړورتیا او له خطرونو څخه د ده د نه ډارېدو ویندوی دي.

که چېرې د دغه افسر د خدمت ځای په پام کې ونېول شي، نو دغه پېښه لا ځلانده بریښې او ډېره زیاته پاملرنه ځانته راګرځوي. ادوارد لین د ګزمه یي الوتکو د قطعې په قرارګاه کې کار کاوه. دغه قطعه د «اوریون»، «پوسیدون» په ګزمه یې الوتکو او د «تریتون» په درندو اکتشافي بې پېلوټه الوتکو سمبال ده. د امریکا متحدو ایالتونو سمندري پوځ دغه دواړه ډوله الوتکې د بېړۍ ضد وسلو په توګه کاروي او بې پېلوټه الوتکې په ډېر لرې واټن کې سمندري وضعه څاري. امریکا متحدو ایالتونو «پوسیدون» الوتکې هند ته هم ورکړي او ویتنام ته یې هم د ورکولو هوډ لري. همدې ټولو ته په کتو د دغو الوتکو د تخنیکي ځانګړتیاو او د هغو د کارونې د تاکتیک په تړاو مشرح او ډاډمن اطلاعات ډېر ستر ارزښت لري. ځکه چې دغه اطلاعات چین ته د دې شونتیاوې ورکوي، چې په خپلو اوبتلیزو بېړیو کې ځینې نیمګړتیاوې لرې کړي او د هغو د کارولو کړنلاره بشپړ کړي.

په امریکایي رسنیو کې له خپرو شوو اطلاعاتو څخه دا راوزي، چې لین پر دې بریالی شوی، چې ځینې اطلاعات چین او تایوان ته وسپاري، خو په دې تړاو څه ویل سخت دي، چې د دغو اطلاعاتو حجم به څومره وي. د څارنوالۍ او د پلټنو د فدرالي ادارې استازي د تورن د ناقانوني کړنو په تړاو له دوی سره شته اطلاعات معمولا نه خپروي. او دغه ډول چلند له دې سره تړلی، چې د امریکا متحدو ایالتونو د پلټنو فدرالي اداره نه غواړي، چې خپلې اطلاعاتي سرچینې او هغه ځانګړې لارې چارې لوڅې کړي، چې د دوو بهرنیو کشفي ادارو د جاسوس د رسوا کولو لپاره کارول شوي.

د ادوارد لین د ناکامۍ علتونه هم ځانګړې، ډېره په زړه پورې موضوع ده. د امریکایي رسنیو له لیکنو خو داسې ښکاري، چې دغه افسر ډېر خپلسری ژوند کاوه، بهر ته د امریکایي پوځیانو د تلنې ټاکل شوي ارونه او اصول یې ماتول. او خپل همدغه ډول چلند په وروستي حساب کې «وسوځاوه». د کشف ضد اورګانونو لپاره د هغه چا د ژوند دغه ډول اړخونو ته د پاملرنې اړول بیخي طبیعي دي، چې د جاسوسۍ کولو شک پرې کیږي. د جاسوس دغه ډول ژوند دود، بې له دې چې د کشف ضد اورګانونو د کار ځانګړي میتودونه وښودل شي، د ده د ناکامي علتونه په خپله روښانوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *