سعودي پرېکړه کړې چې د يمن د ناوړه امنيتي حالت له امله به دغه بنديان ومني160224043123_guantanamo_jail_640x360_reuters_nocredit.

د امریکا د دفاع وزارت پنټاګون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي،” امريکا په دې اړه او د ګوانتانامو زندان د تړلو په برخه کې د سعودي حکومت له هڅو څخه مننه کوي”

د دغو بنديانو له لېږدولو وروسته به په ګوانتانامو کې ۸۰ نور زندانيان پاتې وي، چې زياتره يې له محاکمې پرته له تېرو لسو کلونو راهيسې په دغه زندان کې ساتل کېږي.

دا په تېرو ۱۴ کلونو کې په دغه زندان کې تر ټولو کم شمېر بنديان ښودل شوي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما غواړي، وړاندې تر دې چې د ولسمشرۍ دوره يې پای ته ورسېږي دغه زندان وتړي.

د امریکايي چارواکو په وینا، سعودي ته د دغو بنديانو لېږل د سعودي او امريکا تر منځ د يوه تړون د لاسليکولو په ترڅ کې شوي دي. د دغې پروګرام موخه بېرته ټولنې ته د دغو کسانو لېږل دي.

ټاکل شوې چې ۲۶ نور زندانيان به د روان کال د اوړي تر پايه له ګوانتنامو زندان څخه وايستل شي.

سپنې ماڼۍ د روان کال په فبرورۍ میاشت کې د ګوانتنامو زندان د تړلو وړانديز کړی و.

دغه زندان هر کال شاوخوا ۴۴۵ میليونه ډالر لګښت لري.

د امريکا د ګوانتانامو زندان د کيوبا په جنوب ختيځ کې په يوې امریکايی اډې کې دی، دغه زندان د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبليو بوش د واکمنۍ پر مهال جوړ شوی، چې تر ډېره په کې د سپټمبر د يوولسمې بريدونو په تړاو بهرني شکمن کسان بنديان وو.

د بشري حقونو ګڼو ډلو دغه زندان د بشري حقونو د سرغړونې يو مرکز ګڼلی، چې وايي هلته بنديان له قضايي محاکمو پرته د کلونو لپاره ساتل شوي.

په کانګرېس کې د جمهوريت غوښتونکو ځينې غړي د ګوانتانامو زندان له تړل کېدو سره مخالفت لري او وايي چې په ملکي زندانونو کې د دغو کسانو ساتل خطرناک کار دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *