د ولسمشرۍ ماڼۍ مطبوعاتي دفتر وايي، د قاضي القضات د وړانديز او د ولسمشر د منظورۍ له مخې، له ٥٠٠ زيات قاضيان يا بدل او يا هم له دندو ګوښه کړل شوي دي.

د ولسمشر مرستيال وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ګام له فساد سره د مبارزې او قضاياوو ته د عادلانه لاسرسي په موخه ترسره شوى دى.

هغه وويل: “قاضي القضات له فساد سره د مبارزې او محکمو کې د بډو له اخيستو څخه د مخنيوي په برخه کې ولسمشر ته د ٥٠٠ قاضيانو د بدلون او يا ګوښه کولو وړانديز وړاندې کړى، چې ولسم95_bigشر هم منلى دى.”

د مينه پال په وينا، تر اوسه پورې د دغې قضيې جزئيات نه دي په ډاګه شوي، خو د سترې محکمې له لوري ورته وړاندې شوي معلومات ښيي، چې ډېرى دغه کسان يا بدل او يا هم له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي.

د ولسمشر مرستيال وياند څرګنده کړه، دولت تصميم لري چې د هېواد د قضائيه قوې په برخه کې د مکافاتو او مجازاتو اصل پلى کړي.

د سترې محکمې وياند جنرال نثار احمد پژواک ته وويل، چې ١٣٥ قاضيان د ولسمشر د واک او ٤٠٢ قاضيان د قاضي القضات په واک له دندې ګوښه او يا هم له يو ځاى بل ځاى ته بدل کړل شوي دي.

خو نوموړي وويل، چې د يادو قاضيانو له ډلې يې هېڅ يو هم له دندې نه دى ګوښه شوى.

دا موضوع په داسې حال کې اعلانېږي، چې د پژواک اژانس له لوري په هېواد کې يوه نوې ترسره شوې سروې ښيي، چې عدلي او قضايي بنسټونه په هېواد کې تر ټولو فاسد بنسټونه دي.

په دغې سروې کې چې د روانې مياشتې په لومړيو کې تر سره شوې، ټولټال ٦٦٨ کسانو ګډون کړى و. د هرو پنځو کسانو له ډلې يې څلورو کسانو د هېواد په قضايي بنسټ کې د فساد کچه پراخه ښودلې وه او د هرو لسو کسانو له ډلې يې ٨ کسانو په هېواد کې له مجازاتو څخه د معافيت فرهنګ په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پژواک موندنې په ګوته کوي چې زياتره ګډونوال د دې خبرې په څرګندولو سره چې قانون پر فاسدو کسانو نه پلى کېږي، محکمې له دغه ستونزې څخه د خلاصون يواځينۍ لاره بللې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *