د فراه په پشترود او بالابلوک ولسواليو کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې لږ تر لږه ۲۱  پوليسو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د پشترود ولسوال غوث الدين پژواک خبري اژانس ته وويل چې  تېره ورځ يو شمېر طالبانو د دې  ولسوالۍ د شهر کهنه، نوبهار او ملا امان کلا سيمو پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړل.

ده وويل چې د جګړې په پايله کې يو پوليس او پنځه طالبان وژل شوي او اوه طالبان ټپيان دي.

د هغه د څرګندونو له مخې، دغه  جګړه نن سهار پای ته ورسېده او طالبانو له سيمې شا تګ کړى.

له بلې 1dsdfsdخوا د تېر ماښام راهيسې د بالابلوک ولسوالۍ په کنسک کلي کې ګڼ شمېر طالبانو د پوليسو  پر پوستو  بريدونه کړي او تېره شپه هلته سخته جګړه روانه وه.

که څه هم چې امنيتی چارواکې په دې اړه څه نه وايي، خو د فراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور پژواک ته  وويل چې په دې جګړه  کې شپږ پوليس وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.

بختور زياته کړه چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د پوليسو دوې پوستې هم نيولي دي.

ده د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه ويل او زياته يې کړه چې جګړه نن سهار پای ته رسېدلې ده.

د فراه د عامي روغتيا مشر ډاکتر عبدالجبار شايق وايي چې د کنسک له جګړې نه د پوليسو ۳ مړي او يو ټپي د فراه ولايتي روغتون ته  لېږدول شوي دي.

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *