د اروپایي ټولنې بهرني سیاست مسووله ایران ته تللې
مېرمن دیموګریني تېر کال هم تهران ته تللې وه.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې فدریکا دیموګریني او د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف په تهران کې سره کتلي دي.
دیموګریني او د اروپایي ټولنې یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي نن سهار (اپرېل ۱۶مه) تهران ته تللي دي.
دا په تېره یوه لسیزه کې د ایران او اروپایي ټولنې ترمنځ ترټولو لوړې کچې خبرې اترې دي.
ټاکل شوې ده چې دیموګریني د ورځې په لړ کې په تهران کې د ایران پارلمان له رییس او یو شمېرو نورو لوړپوړو ایراني چارواکو سره وګوري.
د اروپایي ټولنې د بیانیې له مخې، سوداګري او د اټومي انرژۍ په برخه کې همکاري، بشري مرستې او د بشر حقونه به ددې خبرو اترو له موضوع ګانو وي.
همداراز تمه کېږي، مېرمن دیموګریني له ایراني چارواکو سره د سوریې په تړاو هم خبرط وکړي او دا چې د سوریې بحران په حل کې د ایران له نفوذ څخه څنګه ګټه اخستل کېدای شي. د سوريې کړکېچ سبب شوی چې سلګونه زره کسان د اروپایي ټولنې هېوادونو ته وتښتي.
ویل شوي چې ددې ۲۴ ساعته سفر په لړ کې په تهران کې د اروپایي ټولنې دایمي دیپلوماتیک دفتر پر پرانستلو هم خبرې وشي.
دا له ایران سره د نړیوالو قدرتونو تر اټومي هوکړې وروسته تهران ته د مېرمن دیموګریني دویم سفر دی.