الوتکې د پیلوټ وژونکي باید محکمه شي
د روسیې د su-24 ډوله الوتکې د پیلوټ وژونکي باید محکمه شي
د ترکیې پخواني ستر درستیز ایلکیر باشبوګ ویلي؛ د روسیې د su-24 ډوله الوتکې د پیلوټ وژونکي، الپاراسلان چیلیک پوځي جرم کړی او باید محکمه شي او له دې سره به د روسیې او ترکیې تر منځ اړیکې بیا له سره ورغیږي.
د«ریا نووستي» خبري آژانس د ترکیې پخواني ستر درستیز د ایلکیر باشبوګ له قوله کاږي:« ما به چیلیک محکمه کړی وی. د نړیوالو حقوقو له مخې په پراشوت کې د کښته کیدونکي پیلوټ وژنه پوځي جرم او د ژینیو د موافقو څخه سرغړونه ده. ددې سربیره دغه محکمه به د روسیې او ترکیې تر منځ د اړیکو د روغاوي بهیر ګړندی کړی».
له دې مخکې د الپاراسلان چیلیک چې د روسي پیلوټ الیګ پیشکوف په وژنې تورن دی، وکیل ویلي وو؛ چې د ترکیې پولیس نه شي کولای ددغې پیښې چې د بل هیواد په خاوره کې رامنځ ته شوې ده، څیړنه وکړي.