د چین ملي کیهاني اژانس مرستیال مشر او یانهوا د رسنیو له استازیو سره په مرکه کې اعلان وکړ، چې چین او هند د بریکس هېوادونو د سپوږمکیو د ګډ ګروپ د جوړولو د مسألې پر سر د خبرواترو په بهیر کې دي.

د سپوږمکیو دغه ګروپ د ځمکې د غونډاري د مخ د څارنې او د ناوړو طبیعي پېښو په شرایطو کې د بېړنیو اړیکو د ټینګولو د مسألو د حل لپاره جوړیږي. اوس به د روسیې یو پوځي کارپوه واسیلي کاشین له «سپوتنیک» سره په مرکه کې د بریکس په اډانه کې د چین او هند د کیهاني همکارۍ پر شونتیاوو رڼا واچويChina-to-India-5502.

د چین او هند ترمنځ دغه ډول همکاري خپل په خپله هم ډېره مهمه ده. د دغو هېوادونو ترمنځ په کیهان کې سیالي ورو په ورو پراخیږي. سره له دې، چې چین اوسمهال د دغې کیهاني سیالۍ ډېر پیاوړی برخوال ښکاري، خو هند هم خپلې بریاوې او ښېګڼې لري.

د ساري په توګه، د هند د کیهاني څېړنو سازمان، د امریکا متحدو ایالتونو، روسیې او د اروپایي اتحاد تر کیهاني اژانسونو وروسته، څلورم کیهاني اژانس شو، چې د مریخ سیارې مدار ته یې خپله سپوږمکۍ وایستله. نو ځکه ویلای شو، چې هندیان د مریخ سیارې د څېړلو په ساحه کې اوسمهال تر چینیانو دمخه دي. د پروګرامونو او د الیکتروني وزلو د پرزو د ځینو ډولونو جوړول د هندیانو ډېر پیاوړی اړخ دی، په داسې حال کې چې چین د کیهاني بېړیو او د کیهاني څېړنیزو سیستمونو په وړونکو توغندیو کې ډېر مخته دی او د ډېرو پېچلو کیهاني ماشینونو او سیستمونو په جوړولو کې زیاته تجربه لري.

د بریکس هېوادونو په منځ کې روسیه هغه هېواد دی، چې هم له چین او هم له هند سره د همکارۍ ډېره بډایه تجربه لري، خو د همدې په څنګ کې چین پخوا له برازیل سره هم، له کیهان څخه د ځمکې د څېړلو لپاره د سپوږمکیو د جوړولو لپاره ګډه پروژه عملي کړې ده. د بریکس ټول هېوادونه هر یو خپل پیاوړي او کمزوري اړخونه لري. د دوی د هلوځلو یوځای کېدا به دوی ته د دې شونتیا ورکړي، چې د امریکایي تکنالوژیو او ماشینونو له کارولو پرته ډېری ډېر پېچلې اینجینري — تخنیکي پرابلمونه په خپله، په ګډه حل کړي. په امریکا متحدو ایالتونو پورې د تکنالوژیکي تړاو هره بڼه، هم له سیاسي او هم له سوداګریز اړخه د ډېرو سختو خطرونو او ګواښونو سرچینه ده.

امریکا متحد ایالتونه په پرمختیایي هېوادونو کې د لوړو تکنالوژیو پر کمپنیو د ګوزار کولو لپاره د بندیزونو د پراخې کارونې پر لاره روان دي. د روسیې یو شمېر کمپنۍ د اوکرایین له بحران څخه دمخه هم له همدغه ډول بندیزونو سره مخامخ شوې وې. وخت پر وخت د چین د لوړو تکنالوژیو کمپنۍ هم، چې له پوځي صنایعو سره هيڅ تړاو نه لري، «له ایران سره د همکارۍ» په تړاو تر بندیزونو لاندې راځي. نو ځکه د بریکس هېوادونو له خوا د یو بل له علمي-تخنیکي ځواک څخه اعظمي استفاده د وخت اړتیا ده.

روسیه په اوسني وخت کې له چین ولسي جمهوریت سره د چین د کیهاني توغندیو لپاره د توغندیزو اینجنونو د ورکولو او د روسیې د سپوږمکیو لپاره د چینایي الکتروني سیستمونو د رانېولو پر مسألو خبرواترو ته دوام ورکوي. سربېره پر همدې د روسیې او چین د کاردینات ټاکونکو کیهاني سیستمونو ګلوناس او Beidou ترمنځ د همکارۍ تړون هم لاسلیک شوی دی.

په راتلونکې کې باید د بریکس په اډانه کې د اعظمي پراخې ډېر اړخیزې کیهاني همکارۍ د ټېنګېدا هڅه وشي او د نورو وړو پرمختیایي هېوادونو ځواک ته هم په دغه همکارۍ کې ونډه ورکړای شي. د همکارۍ پروژې باید ورو په ورو پېچلې کړای شي او په راتلونکې کې دېته باید شرایط چمتو کړای شي، چې د ګډو پیلوټیزو پروګرامونو عملي کېدا پیل شي او د لرې پراته کیهان د څېړلو په تړاو د ګډوپروګرامونو پر عملي کولو لاس پورې شي. د بریکس په اډانه کې د همکارۍ موخه باید له امریکا متحدو ایالتونو سره په همکارۍ پورې د پرمختیایي هېوادونو د کیهاني پروګرامونو د تړاو کمول او د پرمختیایي هېوادونو ترمنځ د علمي-تخنیکي اړیکو او د متقابل اعتماد د پوړۍ لوړول وي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *