افغانستان کې د ناوړه دودونو پرضد مبارزه
خان ولي عادل په کابل کې له څو ورځو راهیسې د تحصن خیمه درولې او وايي، دغه دودونه باید له منځه لاړ شي.
د پکتیا ولایت یو مدني فعال له مودو راهیسې هڅې پیل کړې چې په بدو کې د نجونو ورکول بند شي او د قانون په چوکاټ کې سوله وشي.
خان ولي عادل په کابل کې له څو ورځو راهیسې د تحصن خیمه درولې او وايي، دغه دودونه باید له منځه لاړ شي.
ده تېر کال پکتیا کې هم د تحصن خیمه درولې وه او په ډېرو کلیو او جوماتونو ګرځېدلی چې له خلکو وغواړي خپلې لوڼې په بدو کې ورنه کړي او د نجونو د زده کړو مخه ډب نه کړي. خو د ده په وینا، هلته یې دې کار نتیجه ور نه کړه.
د نوموړي ملاتړ لپاره د کابل یو شمېر مدني فعالان هم د تحصن په دې خیمه کې راغونډ شوي وو.
وژنه بس ده
دوی ویل: ”وینه په وینه نه مینځل کېږي، او وژل شوی په وژنه نه را ژوندی کېږي نو ځکه وژنه بس ده”.
دغه فعالان وايي، دوی دغه خیمه د هغو سلګونو زرو نجونو د حقونو لپاره درولې چې په بدو کې ورکول کېږي او په هغه کور کې ژوند د وینځې په څېر وي او د هغو میندو لپاره ده چې لوڼې یې په دغه ډول برخلیک اخته کېږي. د دوی په وینا د هغو ځوانانو لپاره ده چې د بدو په نامه نجونې په دوی باندې تحمیل کېږي. ښاغلی عادل وايي، ډیر داسې څه ترسره کېږي چې ظلم دی خو په ټولنه کې روا ګڼل شوې.
عادل خپله د یوې بدیدارې کورنۍ غړی دی، او دوه ځوان وروڼه یې د بدیو ښکار شوي، دی له خپله پلاره غواړي چې له بدي لاس واخلي او بې له دې چې کومه نجلۍ په بدو کې ومني دا لانجه دې د قانون په چوکاټ کې په سوله بدله کړي.
خو د ښاغلي عادل د دې هڅو پر وړاندې اول خپله کورنۍ ورته خنډ ده، پلار یې وايي، چې مدعي یې سوله نه کوي او خپل زوی لیونی بولي، د کلیو مشرانو هم نوموړی له کلي او جومات څخه منع کړی دی. عادل خپله د یوې بدیدارې کورنۍ غړی دی، او دوه ځوان وروڼه یې د بدیو ښکار شوي، دی له خپله پلاره غواړي چې له بدي لاس واخلي او بې له دې چې کومه نجلۍ په بدو کې ومني دا لانجه دې د قانون په چوکاټ کې په سوله بدله کړي.
ښاغلی عادل له دولته غواړي چې د دا ډول دودونو مخنیوی دې وکړي او د علماوو له شورا غوښتنه کوي چې په کلیو او بانډو کې ملایانو ته اجازه ورنه کړي د هغو نجونو نکاح وتړي چې په بدو کې ور کول کېږي.
د ده په وینا د نا لوستو نجونو شمېره ډیره لوړه ده نو په کلیو او ښارونو کې له کورنیو څخه وغوښتل چې خپلو لوڼو او خویندو ته د تعلیم اجازه ورکړي.
لومړنۍ او لوړې زده کړې او یا له کوره بهر کار کول د افغانستان په اساسي قانون کې هر شخص ته ورکړل شوی حق دی، خو په افغانستان کې ډېری کورنیو په دې نامه چې په کلیو او بانډو کې د نجونو د زده کړې دود نه شته، یا یې زمینه نه ده ورته برابرله، له ښځینه طبقې څخه دا حق اخیستی.