د عراق پارلمان سياسي ډلو په کابينه کي د سمون په موخه بيړنۍ ناسته تر سره کړه په دي ناسته کي لومړي وزير حيدر عبادي او د پارلمان ريس هم گډون کړی ؤ

د عراق په پارلمان کې نویو وزیرانو ته د رایې ورکونې پر مهال ډيره ګډ وډي رامنځ ته شوه او په دې سره نوې ستونزې رامڼخ ته شوې چې له امله یې د رایې ورکول وځنډول شول. له دې سره ویل شوي چې د پارلمان ریس ددې هیواد ولسمشر لیدو ته ورځي ترڅو له ده څه وغواړي چې د ولسي جرګې د انحلال او له مودې مخکې د پارلماني ټاکنو نیټې په هکله پریکړه وکړي368149.

د پارلمان سیاسي ډلې چې شمیره یې درې سوه اته ویشتو کسانو ته رسیږي د درې ګونې پلاوې   پارلمان حکومت او قضایه قوې د ګوښه کیدو غوښتنه کړې ده.

یو شمیر عراقي چارواکیو د پارلمان غړیو له تحصن څخه ملاتړ کړی او تیره ورځ یې په بغداد کې په لاریون لاس پورې کړی دی نیوکې کونکي استازو نن خپله غوښتنه پارلمان ته وړاندې کړه.

له دې سره ټاکل شوې د پنجنشبه په ورځ په دې هکله په پارلمان کې یوه ناسته ترسره شي او په هغه نوې کابینه به بحث وشي کوم چې د لومړي وزیر له لوري پارلمان ته ور پیژندل شوې ده.

د یوه بل خبر له مخې عراقي ځواکونه او د کرد وسله وال په دې بریالي شوي دي ترڅو د هیت ښار مرکز له وسله والو مخالفینو پاک کړي له دې ښاره په خپرو شویو انځورونو کې د داعش د وسله والو مړي لیدل کیږي چې په ډیریو سیمو کې پراته دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *