په اردن کې د اخوان المسلمين مرکزي دفتر وتړل شو
د اخوان المسلمين ګوند يوه وکيل ويلي، چې نن چهارشنبې (۱۳ اپرېل) امنيتي کارکوونکو د دوی مرکزي دفتر ته ورغلي، له څېړنې او د کارکوونکو له ايستلو وروسته يې دغه دفتر تړلی دی. نوموړی دغه کړنه يوه “سياسي پرېکړه” بولي.
دغه وکيل وايي امنيتي ځواکونو د دوی د فتر د بندېدو وجه نه ده ښودلې.
اردن د يوه امنيتي چارواکي له خولې وايي چې د اخوان المسلمين مرکزي دفتر د امان ښار د حاکم په پرېکړه تړل شوی دی، حکومت وايي چې دې دفتر د فعاليت قانوني اجازه نه درلوده.
دغه ګوند څو کاله وړاندې په دوو څانګو وېشل شوى و. يوه يې پخوانۍ ډله او بله منځلارې هغه، چې قانوني اجازه لري. نن د اصلی ګوند مرکزي دفتر په نښه شوی .
اردني چارواکي اخوان المسلمين ډله يو غير قانوني ګوند بولي او د ۲۰۱۴ کال د ګوندونو يو قانون پارلمان تصويب کړ چې له دې وروسته د دغه ګوند د فعاليت اجازه نه ده نوې شوې.
اخوان المسلمین په ۱۹۲۸ کې په مصر کې جوړ شو، چې يو شمېر برخې او ډلې يې په ګاونډيو هېوادونو کې هم فعاليت لري. د اخوان المسلمين څانګه د اردن په مذهبي خلکو کې ډېر ملاتړي لري.
په ۲۰۱۱ کال کې د عربي پاڅون له پيل وروسته او په مصر کې د اخوان المسلمين له واک ته رسېدو سره د دغې ډلې اړيکي له اردن سره خراب شول.
په ۲۰۱۳ کال د پخواني ولسمشر محمد مرسي له واکه لېرې کېدو وروسته په مصر کې نژدې ۱۶۰۰۰ زره کسان بنديان شوي، چې زياترو ته يې سختې سزاوې اورول شوې دي.