په ایران کې د چابهار بندر د سیمې له مهمو بندرونو څخه دی.

د افغانستان، هند او ایران استازو د چابهار د درې اړخیزې موافقې متن چې ددې دریو هیوادونو ترمنځ ترانسپورتي او ترانزیتي دهلیز رامنځ ته کوي، بشپړ کړ.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د 0827CCCB-B82C-48BE-B9EF-FC1BF5A6F7C0_w640_r1_sیوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې ددې سند متن نن د دغو دریو هیوادونو د استازو په دوهمه غونډه کې د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې بشپړ او د دې دریو هیوادنو د مقاماتو لاس لیک ته اماده شو.

د چابهار بندر د ایران د اسلامي جمهوریت د بلوچستان د سیستان په ولایت موقعیت لري چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د خبر پاڼې له مخې د هغې نه په گټې اخیستلو سره د سیمې د هیوادونو ترمنځ سمندري سوداگري پیاوړې کیږي.

د چابهار له بندر څخه گټه اخیستنه د سیمې د هیوادونو د سوداگریزو توکیو د لیږدولو په موده او لگښت کې د پام وړ کموالی راوړي او همداشان د منځنۍ آسیا او د قفقاز د حوزې هیوادونه د فارس له خلیج سره نښلوي.

د چابهار د موافقه لیک لومړنۍ تخنیکي غونډه د ٢٠١٥ کال د سپتمبر په میاشت کې په تهران کې وشوه او ټاکل شوی چې ددې موافقې وروستی متن تر دوو راتلوونکو میاشتو پورې د افغانستان، ایران او هند د لوړپوړو مقاماتو له لورې لاس لیک شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *