د عراق په نينوا ولايت کي د کردانو په ملتيا د عراقي ځواکونو د عملياتو لومړی پړاو پاي ته رسيدلي دي عراقي پوځ ويلي په دي عملياتو کي يي د داعش ۵۰۰ جنگيالي وژل شوي له دوي څخه يي دري کلي نيولي او د وسلو دري ساتنخايونه يي له منځه وري دي

د عراق پوځي چارواکیو 333ویلي له داعش څخه د سیمو د بیرته نیولو د ګډو عملیاتو لومړۍ پړاو پای ته رسیدلی او اوس مهال دوی موصل ښار په اتیا کیلو متری کې د برید د دوهم پړاو لپاره د چمتوالي په حال کې وو.

د عراق سیمه ایزو چارواکیو په وینا دا بریدونه د شپې له لوري د داعش له خوا د ځانمرګو بریدونو په ګدون له ډيریو ستونزو سره مخ وو خو ددوی د وسلو د ساتنځایونو په نیول کیدو سره یې د ځواک کچه ټیته شوې ده

کاکه محمد؛ “اوس زمونږ مخالفینو خپلې درنې وسلې له لاسه ورکړې دي دوی نور درنه وسله نلري خو دوی زمنږ پر وړاندې د شپې له لوري له ځانمرګو بریدونو کار اخلي.”

د دې سرتیري په وینا داعش په موصل کې له ملکي کسانو د سپر په توګه کار اخلي او دا هم د داعش پر وړاندې د عملیاتو اړوند لوی خنډ دی.

بل لور ته ا مریکا اعلان کړی چې په قیاره سیمه کې یې د داعش پر مرکزونه بریدونه کړي چې له مخې یې یوه سلاکوټ له منځه تللی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *