پاکستان په اسلام اباد کې مظاهرې بندې کړي
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان په یو خبري کنفرانس کې، په اسلام اباد کې پر مظاهرو د بندیز اعلان وکړ، خو وویل چې دا بندیز به د هېواد په نورو سیمو کې نه پلی کیږي.
د پاکستان حکومت دا پرېکړه، په اسلام اباد کې د سلګونو اسلامپالو له مظاهرې وروسته وکړه.هغوی دوه اونۍ مخکې د پنجاب د والي سلمان تاثیر، د قاتل ممتاز قادري، د اعدام پر ضد راوتلي وو.
ښاغلي قادري، د پنجاب والي له دې کبله په ډزو وواژه، چې دین ته د نه سپکاوي د قانون پر ضد یې په ښکاره مبارزه کوله.
مظاهره کوونکو له پولیسو سره اخ ډب وکړ او د حکومتي ودانیو او پارلمان په شاوخوا سیمو کې یې عادي ژوند هم ګډوډ کړی و، خو د حکومت له ګواښ وروسته یې مظاهره ختمه کړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې حکومت به له دې وروسته هیچا ته دا اجازه ورنکړي، چې بیا دغسې مظاهره وکړي.
وزیر وویل چې هغه به د اپوزیسون له مشر، عمران خان سره هم وویني، عمران خان ګواښ کړی که لومړی وزیر نواز شریف پر هغه د فساد د لګېدلي تور له کبله، استعفی ونکړي، هغه به یې پر ضد مظاهره وکړي.
خو ښاغلي شریف یوه تحقیقاتي ډله ګمارلي، چې پر هغه د هغه پر کورنۍ د مالي فساد د لګیدلو تورونو سپیناوی وکړي.