د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چوهدري نثار علي خان په یو خبري کنفرانس کې، په اسلام اباد کې پر مظاهرو د بندیز اعلان وکړ، خو وویل چې دا بندیز به د هېواد په نورو سیمو کې نه پلی کیږيEE57AA31-7E5C-4EBB-A85F-6467237AA22F_w640_r1_s_cx0_cy2_cw0.

د پاکستان حکومت دا پرېکړه، په اسلام اباد کې د سلګونو اسلامپالو له مظاهرې وروسته وکړه.هغوی دوه اونۍ مخکې د پنجاب د والي سلمان تاثیر، د قاتل ممتاز قادري، د اعدام پر ضد راوتلي وو.

ښاغلي قادري، د پنجاب والي له دې کبله په ډزو وواژه، چې دین ته د نه سپکاوي د قانون پر ضد یې په ښکاره مبارزه کوله.

مظاهره کوونکو له پولیسو سره اخ ډب وکړ او د حکومتي ودانیو او پارلمان په شاوخوا سیمو کې یې عادي ژوند هم ګډوډ کړی و، خو د حکومت له ګواښ وروسته یې مظاهره ختمه کړه.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر وویل چې حکومت به له دې وروسته هیچا ته دا اجازه ورنکړي، چې بیا دغسې مظاهره وکړي.

وزیر وویل چې هغه به د اپوزیسون له مشر، عمران خان سره هم وویني، عمران خان ګواښ کړی که لومړی وزیر نواز شریف پر هغه د فساد د لګېدلي تور له کبله، استعفی ونکړي، هغه به یې پر ضد مظاهره وکړي.

خو ښاغلي شریف یوه تحقیقاتي ډله ګمارلي، چې پر هغه د هغه پر کورنۍ د مالي فساد د لګیدلو تورونو سپیناوی وکړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *