د پاکستان د تحريک انصاف ګوند مشر، په پاکستان کې د افغانستان له سفير سره په کتنه کې ژمنه وکړه چې خيبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د ځورونې مخه نيسي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي، چې د پاکستان لپاره د ولسمشر ځانګړي استازي او لوی سفير ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حضرت عمر زاخېلوال نن له غرمې وروسته د پاکستان د تحريک انصاف ګوند له مشر  عمران خان سره وکتل160210051738_afghan_refugees_in_pakistan_640x360_afp_nocredit.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،  زاخېلوال له عمران خان سره په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان د پوليسو له لوري له افغان کډوالو سره د ناوړه چلندپه اړه خبرې وکړې او غوښتنه يې ترې وکړه چې خيبرپښتونخوا کې پر خپل حکومت فشار راوړي تر څو له افغان کډوالو سره د احترام او انساني او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې چلند وکړي.

 سرچينه زياتوي چې عمران خان له افغان کډوالو سره پر ناوړه چلند خواشيني څرګنده کړه او ژمنه يې وکړه چی همدا نن به په خيبر پښتونخوا کې د خپل حکومت له مشرتابه سره اړيکې ونيسي او په کلکه به ترې وغواړي چې له افغان کډوالو سره سلوک سم کړي.

عمران خان ويلي چې د نننۍ ناستې د پايلې په توګه به  له افغان کډوالو سره د ښه سلوک يوه مطبوعاتي اعلاميه هم خپره کړي.

د خبرپاڼې له مخې، عمران خان ژمنه کړې چې خيبرپښتونخوا کې د افغان کډوالو د ستونزو په موخه به راتلونکې اونۍ په خپل کور کې د خيبر پښتونخوا له وزير اعلی، د پوليسو مشر او نورو اړوندو ادارو له  مشرانو سره ناسته وکړي.

د پاکستان د تحريک انصاف  مشر ويلي چې په دې ناسته کې به ډاکټر زاخېلوال هم برخه ولري تر څو

په خيبر پښتونخوا کې له افغان کډوالو سره په ناوړه چلند هر اړخيزه بحث وشي او په بنسټيزه  توګه ورته د پای ټکی کېښودل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *