جان کري وایي، د اټومي بمباریو یادگار احساساتي کړم
له چپ نه ښي خوا ته د بهرنیو چارو وزیران؛د اروپایي اتحادیې، کانادا، بریتانې، متحده ایالات، جاپان، جرمني، ایتالیا او فرانسه
د جي ٧ هیوادونو د اتومي بې وسلو کولو د غونډې په پای کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د هیروشیما د هغو قربانیانو یادگاري پارک ته ورغی چې په دویمې نړیوالې جگړې کې د امریکا په اتومي بمبارۍ کې وژل شوي وو.
ښاغلي کېري وویل چې هغه د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په توگه ډیر خواشینی دی او ویاړي چې په جاپان کې هغه ښار ته راغلی چې د دویمې نړیوالې جگړې په پای کې د متحده ایالاتو له خوا پرې اتومي بمونه وغورځول شول.
ښاغلي کېري دا څرگندونې د ٧ صنعتي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ته وکړه چې په گډه یې په هیروشیما ښار کې د دویمې نړېوالې جگړې یادگاري څلي ته ورغلي وو.
ښاغلي کېري د دې یادگار له لیدو وروسته وویل” دغه څلی یو زړه بوږنونکې ننداره ده. د انسان په احساساتو باندې اغیزه کوي.”
د دویمې نړېوالې جگړې په پای کې په هیروشمیا کې د متحده ایالاتو د اتومي بمبارۍ کې یو سل او څلویښت زره خلک وژل شوي و.
د جان کېري نه پوښتنه وشوه چې جمهور رئیس اوباما به په مې میاشت کې په جاپان کې د جي ٧ د جمهور رئیسانو په غونډه کې برخه واخلي؟ کېري وویل هغه هیله لري چې یوه ورځ به د متحده ایالاتو جمهور رئیس هم دغه ښار ته راشي.
هغه زیاته کړه چې اوباما د هیروشمیا نه د لیدلو لیوالتیا ښودلې ده خو نه پوهیږي چې دا به جاپان ته د جمهور رئیس راتلونکې مهالویش کې شامل وي که نه.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزیر په نوم د هیروشمیا د قربانیان لپاره د گلانو گیډۍ
په هیروشمیا کې د ٧ صنعتي هیوادونو د وزیرانو په غونډه کې د اتومي وسلو د زیاتیدو د مخنیوي او د بې وسلې کولو موضوعگانې شاملې وي.
د جاپان د بهرنیوچارو وزیر فومیو کیشیدا نه د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي کاندید دانلد ترمپ د هغه وړاندیز په هکله پوښتنه وشوه چې ویلي دي جاپان او جنوبي کوریا باید اتومي وسلې ولري او د خپل خونديتوب لپاره پر امریکا اتکا کمه کړي.
د جاپان د بهرنیو چارو وزیر وویل “زمونږ لپاره د اتومي وسلو درلودل بالکل امکان نلري.”
وروسته پرته له دې چې د دانلد ترمپ نوم واخلي د بهرنیو چارو وزیر جان کیري وویل چې دا ډول وړاندیزونه غیر منطقي او د هر هغه څه سره په ټکر کې دي چې امریکا یې د ترلاسه کولو هڅې کوي.
د جاپان په جي ٧ غونډه کې د بهرنیو چارو وزیرانو د شمالي کوریا د وروستیو بالسیتکي توغنديو د ازموینې په گډون د دغه هیواد روروستي لمسونکو اقداماتو باندې خبرې وکړې. ښاغلي کېري له افغانستانه هیروشیما ته سفر کړی و. تر هغه د مخه عراق او بحرین ته تللی و.