په کندهار کې د سوالګرو ماشومانو شمېر ډېر شوى، چې لامل يې د هېواد په کچه وروستۍ بېکاري او اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي.

چارواکي وايي، که څه هم په دې اړه سروې نه ده شوې، چې په دې ولايت کې د سوالګرو ماشومانو کره شمېره په ډاګه شي، خو شمېره يې ورځ تر بلې ډېرېږي.

د کندهار ښار په واټونو او بازارونو کې ډلې ډلې ماشومان ليدل کېږي، چې په موټرو کې ناستو خلکو او لارويانو ته يې د سوال لاسونه اوږده کړي وي.

محمد نعيم يوولس کلن ماشوم دى، هغه تازه په سوال کولو شروع کړې ده او کرۍ ورځ د ښار پر واټونو په سوال کولو تېروي.

دغه ماشوم چې خيرنې جامې يې پر تن وې او لوڅې پښې يې تر يوه او بل موټره د سوال لپاره منډې وهلې، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((پلار مې يو کال مخکې په يوه چاودنه کې وژل شوى، تر يindexش_5و څه وخته مو ګوزاره وکړه، خو اخر زه او مور دواړه سوال کولو ته مجبور شو.))

دى زياتوي، کله چې يې پلار ژوندى و، نو سوال يې پېژانده هم نه، خو کله چې يې له سره د پلار سيورى ليرې شو، نو هرې بدمرغۍ ورته را مخه کړه.

د ده په خبره، دوه کاله مخکې تازه په ښوونځي کې شامل شوى و، پلار به يې روزانه مزدوري کوله او دوى به يې ساتل، خو دا هر څه د لنډ وخت لپاره و، ځکه يوه ورځ داسې هم راغله چې پلار په چاودنه کې ژوند له لاسه ورکړ.

نوموړى وايي، د پلار تر مرګ وروسته يې تر يو وخته د خپل اکا په کور کې په ډېرې سختۍ ژوند کاوه، خو بالاخره يې اکا ځواب ورکړ او له کوره يې وشړل.

دى وايي، له خپلې مور او دوو خويندو سره د ښار په يوه خرابه کور کې ژوند کوي او په خپله ټوله ورځ د ښار پر واټونو سوال کوي، چې تر ماښامه پنځوس يا شپېته افغانۍ پيدا کوي او ډوډۍ پرې اخلي.

دغه ماشوم وايي، مور يې د پرديو کورونو جامې مينځي، خو کله چې دا کار نه وي، نو هغه هم له ده سره يو ځاى سوال کوي.

دى زياتوي، پوهېږي چې سوال کول ښه کار نه دى او بل ډېرى خلک هم د سوال کولو پر مهال سپکې خبرې ورته کوي، خو مجبور دى او بله لار نه لري.

نعمت الله يو بل نهه کلن ماشوم دى، چې له خپلې وړې خور سره يو ځاى د کندهار ښار په عينو مېنه کې سوال کوي.

دغه ماشوم پژواک اژانس ته وويل، پلار يې په نشو روږد دى، د کار او روزګار نه دى، ځکه خو هغوى اړ دي چې سوال وکړي.

دى وايي، داسې ډېرې شپې راځي چې کور ته نه ځي او تر سوال کولو وروسته د شپې له خوا همدلته د دوکانونو مخې ته ويده کېږي.

د کندهار ښار يو اوسېدونکى حاجي سيد محمد وايي، سوالګر ماشومان دومره ډېر شوي چې په هر څلورلارې کې ودرېږې، نو ډله ډله ماشومان به ووينې چې سوال کوي.

نوموړى زياتوي، سوالګري د ماشوم شخصيت وژني او په همدې روحيه را لويېږي چې ټولنې ته ډېر لوى زيان دى.

هغه له حکومته وغوښتل چې د بې روزګارۍ د له منځه وړلو لپاره دې کار وکړي او د سوالګرۍ مخنيوى دې وکړي.

د کندهار د کار او ټولنيزو چارو رييس نظر علي قاطع هم پژواک اژانس ته وويل، په دې ولايت کې د سوالګرو ماشومانو او ښځو شمېر ورځ تر بلې په ډېرېدو دى.

هغه زياته کړه، د رياست د کم تشکيل او امکاناتو د نشتوالي له امله، نه دى توانېدلى چې په دې اړه سروې وکړي او يا هم سوالګرو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

نوموړى د فقر او سوالګرۍ د ډېرېدو لامل د جګړو او ناامنيو تر څنګ د هېواد په کچه وروستۍ بې روزګاري او اقتصادي بحران ګڼي.

ده زياته کړه: ((په دې وروستيو کې چې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل، ورسره کاري فرصتونه کم شول چې دغه حالت د خلکو پر ژوند بده اغېزه وکړه او غربت په بې ساري ډول ډېر شوى دى.))

نوموړي دا هم وويل چې له ګاونډيو ولايتونو او ليرې پرتو ولسواليو څخه ډېرې کورنۍ د جګړو او ناامنيو له امله کندهار ښار ته کډوالې شوې، چې له بد اقتصادي وضعيت سره مخامخ دي او ماشومان يې د ښار په واټونو کې د پلاستيکونو او اوسپنې په راټولولو او يا سوال کولو اخته دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *