د ننګرهار ولايت په سره رود ولسوالۍ کې د ملي اردو د جلب و  جذب پر موټر چاودنه شوې چې له امله يې ١۳تنه وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي.

د ننګرهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سيدعباس سادات د وري په ٢٣مه د پېښې په سيمه کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن مازيګر شاوخوا پنځه بجې د سره  رود ولسوالۍ د دوسرکې په سيمه کې شوې ده.

سادات وايnangarhar2ي چې چاودېدونکي توکي په زرنج موټرسايکل کې ځاى پرځاى شوي و چې د ملي اردو د جلب و جذب پر موټر يې چاودنه کړې ده.

دغه راز په ننګرهار کې د ملي رادو د جلب و جذب د برخې مشر ډګرمن اسدالله پژواک ته وويل: (( په دې کاسټر موټر کې د څلورو ولايتونو شاوخوا پنځوس ځوانان و، چې نوي د ملي اردو ليکو ته جذب شوي وو او کابل ته انتقالېدل.))

اسدالله وويل چې پر همدې موټر چاودنه شوې او مرګ ژوبله هم لري.

دغه راز د ننګرهار د ولايتي روغتون رييس ډاکټر احسان الله شينواري پژواک ته وويل چې له يادې پېښې تر اوسه دوى ته ۱۳مړي او ٣٨ ټپيان ور وړل شوي دي.

د نوموړي په وينا، د پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.

د پېښې يو تن عيني شاهد محمد عمر پژواک ته وويل: (( په کاسټر موټر کې ناست ټول کسان په شخصي جامو کې وو چې  چاودنه پرې وشوه.))

د نوموړي په وينا، کاسټر موټر باندې د چاودنې پر مهال موټر يوې کندې ته ولوېده او قرباني کسان يې د خلکو او وروسته د پوليسو په مرسته راويستل شول.

د ملي دفاع وزارت هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ياده پېښه تاييد کړې او ويلي يې دي چې په دې پېښه کې ١٢تنه وژل شوي او ٢٦ نور ټپيان دي.

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني هم د ننګرهار ياد او د کابل سهارنۍ پېښې غندلې دي.

نن سهار د کابل په بګراميو سيمه کې د پوهنې وزارت د کارکوونکو پر موټر چاودنه وشوه چې له امله يې دوه کسان ووژل شول او اووه نور ټپيان شول.

د دې پېښو په غبرګون کې ولسمشر غني وايي : (( د افغانستان دښمنانو د دغو بريدونو په ترسره کولو سره يو ځل بيا وښودله چې دوی زموږ د ګران هېواد د ترقۍ او پرمختګ مخالف دي.))

غني وايي چې د دولت وسله وال مخالفين د افغان ځواکونو پر وړاندې د مبارزې وړتيا نه لري ځکه پر عامو خلکو بريدونه کوي.

د کابل پېښې مسووليت تراوسه پورې چا په غاړه نه دى اخيستى، خو د ننګرهار د موټربم چاودنې مسووليت وسله والو طالبانو منلى دى.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، په دې بريد کې يې ٥١ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *