د ډيورنډ کرښې سره نژدې د خيبر چارواکي وايي چې تورخم کې له اوږدې مودې راهيسې مېشتو “غيرقانوني” افغان کډوالو ته له سيمې د وتلو ورکړل شوی وخت پای ته رسېدلی او د دوې د ايستلو عمليات يې پيل کړي دي.

لنډي کوتل کې يوه چارواکي، شکیل عمرزي، بي بي سي ته ويلي، چې د تورخم په باچا مېنه کې نا راجستر شويو افغان کډوالو ته د سيمې د خالي کولو لپاره د دريو ورځو وخت ور کړی و، هغه کسان چې په دغه موده کې له خپلو مېنو نه دي وتلي کورونه يې نړول کېږي.

نوموړی وايي د چارواکو له خوا به د هغو افغانانو کورونه چې په غيرقانوني ډول په دغه سيمه کې مېشت دي ونړول شي160210051738_afghan_refugees_in_pakistan_640x360_afp_nocredit.

د دغه چارواکي په وینا په عملياتو کې ليوي او خاصدار ځواکونه برخه اخلي، خو د اړتيا په وخت کې به د فرنټير کور له ځواکونو هم مرسته واخستل شي.

نوموړی زياتوي د تورخم په شاوخوا سيمو کې ۳۱۸ افغان کورنۍ مېشتې دي چې شاخوا ۱۹۰۰ تنه نفوس لري.

د ده په وينا په ټاکلې موده کې یوزاې يو څو کورنۍ له دغې سيمې افغانستان ته تللې او پاتې نور لا هملته مېشت دي.

شکيل عمرزی وايي د کورنو د نړولو کار کېدای شي تر څو ورځو پورې دوام وکړي.

په خيبر کې يوه ځايي خبريال اشرف الدين پيرزاده بي بي سي ته ویلي، “د بلډوزرونو او درنو وسايلو په مټ د افغان کډوالو د کورنو نړولو کار روان دی او تر اوسه له ۲۷ ډېر کورونه نړول شوي دي”.

نوموړی وايي ځايي چارواکو ټوله سيمه کلابنده کړې، بېړنۍ حالت دی او امنيت هم ټينګ شوی دی.

په ۸۰ لسيزه کې د جګړې له امله په سلګونو زره افغانان پاکستان ته کډه شوي وو، چې يو شمېر کورنۍ په خيبر کې له ډيورنډ کرښې سره نژدې سيمو کې مېشت شوي وو.

په پېښور کې پر پوځي ښوونځي له بريد وروسته حکومت د غير قانوني افغان کډوالو پر وړاندې په لويه اندازه عمليات پيل کړل چې په ترڅ کې يې په يو شمېر غير قانوني کډوال نيول شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

د بېلابېلو شمېرو له مخې په پاکستان کې نژدې دوه ميليونه افغان کډوال مېشت دي چې ويل کېږي يو ميليون يې غيرقانوني دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *