ايران به له هيځ هيواد سره د خپلو توغنديز سيستم په هکله خبري ونکړي ددي هيواد بهرنيو چارو وزير تيره ورځ د استوني له بهرنيو چارو وزيري سره په يوه گډه خبري ناسته کي ويلي د ايران د توغنديو بهير دفاعي دی نو له دي مخي يي په هکله له نورو هيوادونو سره د خبرو اړتيا نه ليدل کيږي

په دې ناسته کې د ایران بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي: د امریکا دفاعي څانګه او ددې هیواد بهرنیو چارو وزیر جان کري باید په دې پوه شي چې د ایران دتوغندیو په هکله خبرې ددوی له هوکړو څخه نه شمیرل کیږي . ده له امریکا غوښتي تر خو په دې هکله له دوی سره له خبرو ډډه وکړي له دې سره ده ویلي امریکا باید د خپلو جګړه ایزو وسایلو کچه را ټیټه کړيn00185050-b.

محمدجوادظريف؛ دا په داسې حال کې ده چې د امریکا بهرنیو   چارو وزیر جان کري په یوه اړخیزه توګه ویلي دوی دې ته چمتو دی ترڅو د ایران د توغندیو په هکله له ایران سره خبرې وکړي.

د استوني بهرنیو چارو وزیره تیره ورځ د یوه دوه ورځیني سفر په موخه تهران ته ورسیده ددې د سفر موخه له ایران سره د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا ښودل شوې ده دې په دې خبرې ناسته کې له ایران سره د اقتصادي اړیکو په هکله خبرې کړي او له محمد جواد ظریف څخه یې وغوښتل ترڅو استوني ته سفر وکړي له دې سره میرمن کالجوراند تر نږدې راتلونکې ایران ته د اروپایي تولنې د بهرني سیاست مشرې له سفره خبر ورکړی دی استوني د اروپایي ټولنې او دامنیت شورا غیر دایمي غړي هیواد دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *