له هلمند څخه را رسېدلي راپورونه وايي، چې د دغه ولایت په لویو لارو کې موټر چلوونکي ترافيکي قوانین نه مراعتوي، نو له همدې امله په دې وروستيو کې د ترافیکي پېښو له امله په دغه ولایت کې زیاتو وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولایت د ترافیکو مدیریت چارواکو پر وینا، په تېرو څو ورځو کې د دوو جلا ترافيکي پېښو له امله ۱۱ تنه وژل شوي او ۴۹ نور ټپيان شوي دي.

د یاد ولایت د ترافیکو مدیریت د حادثاتو امر سید احمد خان وایي، د  هلمند د ښوراب په سیمه کې له نیمروز ولایت نه کابل ته یو ۳۰۳ ډوله موټرروان وو، چې په لويه لاره کې چپه شوی او په کې سپاره ټول مسافران یې ژوبل او وژل شوي دي.

د نوموړي پر خبره، په یاده پېښه کې trafic (2)۷ تنه وژل شوي او ۴۳ نور ژوبل شوي دي، چې په وژل شويو کې موټر چلوونکی هم شامل دی.

د سید احمد خان پر خبره، چې دویمه ترافیکي پېښه کې د هلمند ـ کندهار لويې لارې۶۰۱ نمبر سړک باندې رامنځ ته شوی، چې په کې ۴ تنه وژل شوي او ۶ نور ژوبل شوي دي.

هغه وایي، چې په دغو دوو پېښو کې ټولټال ۱۱ تنه وژل ښوی او ۴۹ نور ژوبل شوي دي.

د ده پر وینا، چې په دې پېښو کې یو د ملي اردو سرتیری هم وژل شوی او ۲ نور ژوبل دي.

د ترافیکو مدیریت د حادثاتو امر وایي، چې تېره میاشت کې هم ترافیکي پېښې شوي، خو په وینا يې چاته په کې جدي مرګ ژوبله نه وه اوښتې.

نوموړي زیاته کړه، چې د زیاتو موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله دا شان پېښې رامنځ ته کيږي.

ویل کیږي، چې د دې ولایت په یو شمیر سیمو کې د لویو لارو ناسم جوړښت د ترافیکي نښو نشتوالی او بې لیسنسه موټر چلوونکي هغه ګڼې ستونزې دي، چې موټرچلوونکي ورسره مخ دي.

د هلمند په لويې لارې کې که څه هم د تېرو کلونو په پرتله اوس له ګڼې ګوڼې، ځکه ډکې ښکاري، چې په دې ولایت کې زیات خلک ولسوالیو ته تګ راتګ د خپلو موټرونو په واسطه ترسره کوي او داسې ویل کیږي، چې هر کور کې له یوه نه تردرېیو پورې موټرونه په کې ولاړ دي.

دا له تېرو څو میاشتو راهیسې د خپل وخت  لمړنۍ پېښه ده، چې په دې ولایت کې رامنځ ته کیږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *