د مصر او ايټاليا ترمنځ ناندرۍ رواني دي ددوي ترمنځ ناندرۍ له هغه ورسته پيل شوي کله چي په مصر کي د يوه محصل مړی له ورکيدو څو ورځې وروسته تر لاسه شو

د مصر بهرنيو چارو وزارت ايتاليا ته خپله ناخوشي څرگنده کړې ده

د ایټالیا حکومت د جمعې په ورځ په دې هکله خپل سفیر له قاهرې څخه راغوښتی او له دې هیواد سره یې اړیکې پرې کړي635957990837659018 دي.

د ایټالیا بهرنیو چارو وزیر ویلي: سفیر یې له قاهرې د مشورې او په دې برخه کې د کوټلو ګامونو د پورته کولو په موخه ورغوښتی دی.

د مصر د لوی څارنوالی مشر هم اعلان کری په دې هکله هر ډول څیړنې باید د مصر د قوانینو په رڼا کې تر سره شي.

مصطفي سليمان- “ایټالیایي څیړونکو له مصري چارواکیو سره د په خپله وروستی لیدنه کې د د یو میلیونو کسانو تلفوني خبرو د تر لاسه کولو غوښتنه کړې ده د هغه اړیکو چې د وژل شوي محصل د اوسیدو او هغه سیمې ته ته نږدې چې دده مړی پکې تر لاسه شوی سره تړاو لري د ایټالیا دا غوښتنه د مصر د اساسي قانون پر خلاف ده.”

د مصر د لوی څارنوال ځای ناستی وایي: ایټالیاوي چارواکيو له مصر څخه د قضایي همکاری او په ګډه د یوې خبر پاڼې د خپرولو غوښتنه کړې ده. همدارنګه ویل شوي چې قاهرې ته د ایټالوي الوتکو بهیر ځنډول شوی دی خو مصر ویلي چې دا چاره لنډ مهالې ده او د وژنې له دوسیې سره هیڅ ډول تړاو نلري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *