امريكا د داعش ځپلو لپاره قطر ته بي ۵۲ الوتكې واستولې د امريکا متحده ايالتونو له ۱۹۹۱ ميلادي کال وروسته په لومړي ځل د داعش په ضد د مبارزې په هدف قطر کې خپلې بي ۵۲ جنګي الوتکې ځاى په_84675070_memphisbell ځاى كړې.

رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه هېواد پرون بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکې په قطر کې ځاى په ځاى کړې.

د امريکا د هوايي ځواک قوماندانۍ چارواکي وايي، چې يادو الوتکو په ۲۰۰۶ کال په افغانستان او ۲۰۱۵ کال په اردن کې الوتنې ترسره کړې دي.

د امريکا د هوايي پوځ قوماندان چارلز براون وويل، چې په دې سره به په منځني ختيځ کې د داعش په ضد جګړه چټکه او پر دې وسله والې ډلې به فشار تر پخوا زيات شي.

دغه امريکايي جنرال په قطر کې د يادو الوتکو د شمېر په اړه څه و نه ويل، چې څومره الوتکې به د داعش په ضد جګړه کې ونډه اخلي.

امريکا او متحدين يې دا مهال په عراق او سوريه کې د داعش په ضد جګړه کې ښکېل دي، چې وخت ناوخت هوايي بريدونه هم ترسره کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *