په فاریاب کې افغاني طالبانو د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ

د افغانستان په فاریاب ولایت کې د طالبانو له لوري په یوه خپره شوې ويډيو کې ځينې طالبان، چې ځانونو ته افغاني طالبان وايي، د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د جهاد اعلان کړی.

دوی له ځانونو سره سپين بېرغونه لري، چې د پاکستان او د دغه هېواد د سياستونو پر وړاندې شعارونه ورکوي.

په دغtaliban (2)ه ویډيو کې وسله والو طالبانو ویلي، چې پاکستاني طالبان د اسلام ضد او د افغانستان دښمنان دي.

داسې ویل کيږي، چې د دغې ډلې مشري د ملامحراب په نوم یو تن کوي.

د راپورونو پر بنسټ، ملامحراب په فاریاب کې د طالبانو یو له مشهورو قوماندانانو بلل کيږي، چې په دغه ویډيو کې يې پاکستاني طالبان د دغه هېواد د لاس اله بللې او زیاته کړې يې ده، چې دوی تل د دغه هېواد پر سیاستونو غولېدلي دي.

د نوموړي پر خبره ملامحراب ملاعیسا، ملاعبیدالله، ملاعارف، ملاسلیم او ملاصدیق اخند په ګډون ۳۰۰ جنګیالي د دغې ډلې ملاتړ کوي.

دغه ويډيو په غېر مسلکي ډول او د مبایل په وسیله ثبت شوې ده.

د ملامحراب له خبرو جوتیږي، چې د طالبانو پخوانی رهبر ملاعمر د پاکستان له خوا په قتل رسېدلی او جسد يې هم ورک دی.

که څه هم دغې ډلې د افغان حکومت په اړه څه نه دي ویلي، خو له خبرو يې ښکاري، چې د سولې له پروسې سره د یوځای کېدو لېوالتیا لري.

د فاریاب والي هم دغه راپور تایدوي او وايي، چې دغه کسان د ملارسول ډلې پورې اړه لري.

د یاد ولایت والي سېد انور سادات زیاتوي، چې دغې ډلې څو ورځې وړاندې له یوې لنډې نښتې وروسته د ملااختر منصور له پلویانو څخه درې کلي و نيولې.

هغه په دې باور دی، چې دغه نښتې د واقعیتونو د ښکارېدو له امله ده.

نوموړي له وسله والو طالبانو غواړي، چې د نورو هېوادونو د سیاستونو ښکار نه شي او باید د خپل هېواد د ابادۍ له پاره کار وکړي.

د قیصار امنيې قومندان نظام الدین قېصاري سلام وطندار ته وویل، چې دوی هڅه کوي، څو دغه وسله وال د سولې له پروسې سره يوځای کړي.

د یادولو وړ ده، چې له دې وړاندې هم د طالبانو د پخواني قوماندان په غورماچ ولسوالۍ کې ملاعبدالسلام راکيټي په مشرۍ شاوخوا ۳۰۰ وسله والو طالبانو او په قېصار ولسوالۍ کې د ملا اسدالله پلویانو د پاکستاني طالبانو پر وړاندې د جهاد اعلان وکړ.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *