هندي معبد کې اورلګېدو د ۸۴ کسانو ژوند اخیستی
د اورلګېدو له کبله د معبد یوه برخه نړېدلې ده
هندي پولیس وايي، د سوېلي کیرالا ایالت پوتینګال ښار په یوه معبد کې د اورلګېدو له کبله لږترلږه ۸۴ کسان مړه شوی او تر ۲۰۰ ډېر نور سخت سوځېدلي دي
سیمه ییزو رسنیو ویلي، اور د شنبې ورځې له ماسپښین وروسته ولګېد
ویل کېږي د اورلوبو لمبې د دغې لوبو د توکو زېرمې ته ورسېدې
د اور له لګېدو سره د معبد ودانۍ سوځېدلې او لوېدلې ده، چې پکې ایسار کسان مړه شوي
ایالتي چارواکو د اورلګېدو د لامل په ډاګه کېدو امر کړی
د کیرالا ایالت د کورنیو چارو وزیر رامش چنیهالا وویل: “دغه معبد هر کال د فسټیوال په پای کې د اورلوبو شاهد وي. دا مهال مرستندویان هڅه کوي تر کنډوالې لاندې کسان راوباسي”
رپوټونه وايي، پولیسو د اورلوبې مراسمو جوړوونکو ته د پوتینګال په دې معبد کې د اورلوبو اجازه نه وه ورکړې
د هند لومړی وزیر نریندرا مودي د پېښې سیمې ته تللی. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي، په کلم معبد کې د اورلګېدو پېښه زړه بوږنوونکې وه، چې په تورو سره خواخوږي ښودل ورسره ناممکن کار دی
په اورلګېدو کې تر ۲۰۰ ډېر کسان سخت سوځېدلي دي
په هندي معبدونو کې د اورلوبو مراسم کومه نوې خبره نه ده، خو په دغو لوبو کې ډېر ځلې مرګ ژوبله اوښتې ده