د عراق د موصل ښار عمليات به په خپله د عراقيانو له لوري تر سره شي د امريکا بهرنيو چارو وزير عراق ته د سفر پر مهال ويلي ددوي خوواکونه به په دي عملياتو کي يواخي د ملاتړو رول ولوبوي

ددي سفر پر مهال د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کري ويلي دوي د داعش د تيلو او نورو اروند توکجان-کریيو زيرمي له منخه وري دي

ده زياته کري: د داعش پر وړاندې ایتلاف د عراق په ګډون د داعش پر وسله والې ډلې ډير فشار راوړی دی او دا فشاراوس هم دوام لري.

جان کري ویلي داعش ترخپل واک لاندې ځلویښت سلنه سیمه له لاسه ورکړې ده او اوس مهال دوی د دفاع په حال کې دي.

دوی ویلی پر داعش زمونږ بریدونو ډیره بده اغیزه کړې ده او دا ډله به په سوریه او عراق کې له څو ورځو وروسته شتون ونلري.

له دې سره ده ویلي هیواد یې د ترکیت او رمادي ښارونو د خپلواکی په موخه له رامنځ ته شوي صندوق څخه هم ملاتړ کوي

ددې سفر په لړ کې د حیدر عبادي له لوري په کابینه کې بدلون د عر اق یوه کورنۍ مسله ښودلې ویلي یې دي زه په دې برخه کې هیڅ ډول مداخله نکوم او زما سفر مخکې له مخې چمتو شوی وو

بل لور ته د مصول ښار ته د عراقي ځواکونو چې ولسي ځواک او کردان یې هم ملتیا کوي په نږدې کیدو سره ډيری اوسیدونکي یې له دې ښاره وتلي دي عراقي ځواکونو چارواکیو د ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه کړې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *