ښاغلي کېري د افغان ځواکونو وړتیاوې او مسلکيتوب وستایه، چې په وینا یې ملاتړ یې اړین دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره د خبرو لپاره کابل ته تللیJohn Kerry and Ashraf Ghani.

نوموړي کابل کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره ګډې خبري غونډې ته وویل، د ناټو په راتلونکې ناسته کې به د افغان ځواکونو پر وړتیاوو خبرې وشي.

ښاغلي کېري وویل، امریکا، د افغانستان د ملي حاکمیت، دیموکراتیک او اباد افغانستان ملاتړ کوي، چې په وینا یې همدا هدف د ۲۰۱۲ کال په امنیتي لاسلیک شوي هوکړه لیک کې ځای شوی دی.

نوموړي وویل، راتلونکې جولای د ناټو غونډه کې له افغان ځواکونو سره پر همکارۍ خبرې کېږي او په اکتوبر کې به بروکسل کې د افغانستان پراختیايي مرستې او پرمختګ وارزول شي.

ښاغلي کېري د افغان ځواکونو وړتیاوې او مسلکيتوب وستایه، چې په وینا یې ملاتړ یې اړین دی.

نوموړي وویل، له افغان چارواکو سره د ښې حکومتولۍ او ټاکنیزو اصلاحاتو پرسر خبرې کوي، چې په وینا یې وړاندې یې هم له افغان چارواکو سره په دې تړاو خبرې کړې.

ښاغلي کېري دغې خبري ناستې ته وویل، “اسلامي دولت” ډله د افغانستان لپاره لوی سرخوږی دی.

دغه ډله د افغانستان په ختیځ کې فعالیت لري، چې څو ځلې افغان ځواکونو درنې جګړې ورسره کړې دي.

په پام کې ده، چې ښاغلی کېري له ولسمشر محمد اشرف غني او ځینو نورو افغان چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزې امنیتي هوکړې پر سر خبرې وکړي.

د دغې هوکړې له مخې، په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو حضور ته لاره هوارېږي.

ښاغلي کېري داسې مهال افغانستان ته سفر کړی، چې په پام کې ده د افغانستان د سولې لپاره له وسله والو طالبانو سره د خبرو له لارې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هم تازه هڅې پیل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *