د خيبرپښتونخوا چارواکو په هزاره سيمه کې اووه ورځې وړاندې تر خاورو لاندې شويو ۲۳ کسانو د مړينې اعلان کړی دی.

يوه پوليس بختيار خان بي بي سي ته ويلي، چې د کوهستان په لرې پرته سيمه کنديا کې يوه اوونۍ وړاندې د يوه کلي ۲۹ کسان د ځمکې ښويېدنې له امله تر خاو160404134147_floods_in_kpk_624x351_bbc_nocreditرو لاندې شوي وو. د ځايي خلکو له هڅو وروسته څلور کسان په ټپي حالت کې، د دوو مړي ايستل شوي او پاتې نور تر خاورو لاندې بند پاتې وو.

نوموړی وايي، د ايالتي اسمبلۍ غړي عبدالستار خان د سيمه ييزو خلکو په مشوره د تر خاورو لاندې شويو ۲۳ کسانو د مړينې اعلان او د جنازې لمونځ يې وکړ.

د ده په وينا د اورښتونو او سېلابونو له امله د وادي کنديا شاوخوا ټولې لارې او سړکونه ويجاړ شوي او سيمې ته يوازې پلی تګ شونی دی.

د پوليسو کارکوونکي وايي په ډېره اندازه ځمکه ښوېدلې او له پرمختللو او لويو وسايلو پرته يې لرې کول شوني نه دي. د څو ورځو مسلسلو هڅو وروسته تراوسه نورو جسد نه دي ايستل شوي.

ځايي خبريالان وايي د ځمکې ښوويېدنې له امله د يوه کلي نژدې ۱۹ کورونه تر خاورو لاندې شوي دي.

په خیبر پښتونخوا کې د روانو اورښتونو او سېلابونو له امله د ملاکنډ سيمه تر ټولو ډېره زيانمنه شوې ده، چې د مرګ ژوبلو سربېره په لويه کچه مالي زيان هم ور اوښتی دی. په ټوليز ډول په خيبر پښتونخوا کې د دغو اورښتونو له امله تراوسه ۹۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نژدې ۱۰۰ کسان نور ټپيان دي.

په لوي شمېر کورونه ويجاړ شوي او پر دې سربېره کروندو ته هم ډېر زيان اوښتی دی.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *