د يمن حوثيانو ډلي مشر د پخلايني خبرو ته چمتوالی ښودلی دی ده ويلي د اوربند په رامنځ ته کيدو سره د پخلايني خبرو ته ژمن دی

د حوثې ډلې مشر محمد الحوثي له یوه نړیوال ټلویزیون سره په مرکه کې ویلي: د پخلاینې خبرو ته پر مخ بیولو ته چمتو دي خو له پلازمینې صنعا څخه شاتګ ته به هیڅکله غاړه کښې نږدي.

محمد الحوثي – “مونږ د اوربند پلې کولو ته ژمن یو او له هرې هغې ډلې سره بMuhammad-Ali-al-Houthi-672x372ه خبرو ته کښینو کوم چې په یمن کې د سلوې غوښتونکې وي مونږ له لومړیو ویلي چې جګړه د حل لاره نده او که چیرې غواړو چې پّ یمن کې سوله رامنځ ته شي باید خبرې وکړو له دې سره چې له یوې اوږد مهالې جګړې سره مخ شوي یو خو د خبرو لاره هم شتون لري.”

بل لور ته د سعودي عربستان په مشری ایتلاف هم په یمن کې د اوربند دوام ته چمتوالی ښودلی دی دډې ایتلاف ویاند احمد عسیری له نړیوالو رسنیو سره په مرکه کې ویلي حوثیان باید د هغه خبرو پلویتوب په ډاګه کړي کوم چې ټاکل شوې په کویټ کې تر سره شي.

ده زیاته کړې که چیرې ټولې هڅې له ناکامۍ سره مخ شي پوځي لاره به پر خپل ځای پاتې وي.

عسیري ویلي: مونږ دوه، سیاسي او پوځي لارې لرو، مونږ به هغه لاره غوره کړو چې واک ته د دولت بیرته ګرځیدل وي.

په دې هیواد کې د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب اوربند د یکشنبه له نیمې شپې وروسته پیل شوی او د کویټ تر ناستې چې د اپریل میاشتې به اتلسمه نیټه پیلیږي دوام ولري.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *