د سورييي قريتين جگړه ځپلي سيمي اوسيدونکي بيرته خپلو کورنو ته د را گرځيدو په حال کي دي
د سورييي قريتين جگړه ځپلي سيمي اوسيدونکي بيرته خپلو کورنو ته د را گرځيدو په حال کي دي خو دوي له داسي يوي سيمي سره مخ شوي چي هر څه يي له منځه تللي دي
د قریتین سیمې اوسیدونکي په داسې حال کې خپلو کورنو ته د راګرځیدو په حال کې دي چې هیڅ څه پر خپل ځای ندي پاتې.
ددوی کورنیو چتونه نلري او له دې ودانیو څخه داعش د مورچلو په توګه کار اخستی دی او په ډیریو کورنو کې ماینونه ځای پر ځای شوي دي دډې ښار ټولې برخې لکله د اوبو برښنا او نورو اسانتیاوو سیستم په بشپړه توګه له منځه تللی له دې سره دولتي سرتیري هڅه کوي ترڅو ددې سیمې اوسیدونکو د ژوندانه لومړنۍ آسانتیاوې رامنځ ته کړي.
سرگئي – “مونږ ددې سیمې ماشومانو ته ځانګړې ډالۍ راوړې دي چې کیک بیسکیت او نورې خوږې دي.”
شاید دا ښار چې د ژوندانه نظم پکې ګډ وډ شوی دا ډالۍ ددې ښآر د اوسیدونکو لپاره ډير څه وي له دې مخې ډيریو کسانو ددې ډالیو د تر لاسه کولو په موخه اوږدې لیکې جوړې کړې دي خو دې سیمې ته د داعش د بیرته را ګرځیدو ویره شتون لري او سیمه ایز خلک سخت ویریدلي دي.
خو له دې سره په دوی کې د مقاومت نښې لیدل کیږي.
خلور شپیته کلن کس چې مخکې له دې یې پّ سیمه کې د برشنایی توکو پلورنځی درلود اوس د جګرې په هکله فکر کوي او ځان له خاورې دفاع ته ژمن بولي.
حصه – ” له دې سره چې زه څلور شپیته کلن یم خو د ټوپک پورته کولو ته اړ یم او له هر هغه چا سره به جوړه وکړم کوم چې ددې ښآر د نیولو موخه ولري.”
په پالمیرا کې هم ورته حالت حاکمه دی او ددې تاریخي ښار ډيری اوسیدونکي بیرته خبلو کورنو ته د را ګرځیدو په حال کې دي همدارنګه د قریتین ښار شاوخوا ته لږ لږ جګړه شتون لري او ددې ښار په څنډو کې داعش وسله وال پاتې دي.