د اسراییلو د ترهگرۍ ضد ادارې ددې هېواد وگړو ته خبرداری ورکړی چې ترکیې ته لاړ نه شي او هغه چې ترکیه کې دي له دغه هېواد څخه ووځي. دغه دولتي بنسټ په یوه بیانیه کې د اسراییلي اتباعو لپاره په ترکیه کې د بیړني گواښ خبرداری ورکړی.

دا خبرداری د استانبول په چاودنه کې د درېیو اسراییلي وگړو تر وژل کېدو څو اونۍ وروسته ورکول کېږي.

تردې وینا څو ساعته وړاندې، د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والي خبره کړې وه او ویلي یې و چې د ترکیې او اسراییلو 160320132630_turkey_israel_bodies_640x360_ap_nocreditترمنځ عادي دیپلوماتیکې اړیکې بیا پیلېږي.

د اسراییلو ترهگرۍ ضد ادارې د ترکیې په ټولو سیاحتي ځایونو کې د اسراییلو اتباعو لپاره د بیړني خطر خبرداری ورکړی او له خپلو اتباعو یې غوښتي چې ترکیې ته له ورتگه ډډه وکړي.

استانبول کې د مارچ ۱۹ مې په چاودنو کې ۳ اسراییلي او یو ایرانی ووژل شول او ۳۹ نور کسان ټپیان شول.

ترکیې وویل، چا چې ځانمرگی برید کړی و د اسلامي دولت یا داعش نومې ډلې سره یې اړیکه لرله.

د اسراییلو دفاع وزارت ویلي، دغه کس په قوي باور، “په قصدي ډول” اسراییلیان په نښه کړي دي.

هرکال زرگونه اسراییلیان له ترکیې لیدنه کوي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *