د امریکا قضایي چارواکو ویلي، د امریکا د کانگرس پخواني رییس دنیس هسترت کلونه وړاندې کله چې یې د پهلوانۍ د روزونکي او ښوونکي په توگه دنده ترسره کوله، لږ ترلږه پنځه هلکان جنسي ځورولي دي.

ددې راپور له مخې، ښاغلي هسترت ددغو پټو جنسي ځورونو د مخفي پاتې کېدو لپاره نژدې ۳،۵ میلیونه ډالر ورکړي دي160409084554_denis_hastert_640x360_ap_nocredit.

د محکمې اسناد ښيي چې ښاغلي هسترت دا پیسې هغه کس ته د چوپ پاتې کېدو لپاره ورکړي چې په ۱۴ کلنۍ کې دده لخوا جنسي ځورول شوی و.

ددې هلکانو جنسي ځورونې د ۱۹۶۵ او ۱۹۸۱ کلونو ترمنځ رامنځته شوي او درې تنه یې د پهلوانۍ د ټیم غړي و چې هسترت یې روزونکی و.

ښاغلي هسترت چې ۷۴ کاله عمر لري په دروغ ویلو او د مالي قوانیو په نقض کولو اعتراف کړی.

هغه د امریکا کانګرس د رییس په توگه تر ۸ کلونو خدمت وروسته په ۲۰۰۷ کې تقاعد وکړ.

ټاکل شوې ښاغلی هسترت روانه میاشت د چوپ پاتې کېدو په مقابل کې د پیسو ورکړې له امله محکوم شي.

مدافع وکیلانو غوښتي چې ښاغلی هسترت د ناروغی له امله وبښل شي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *