epa02730638 A British Ministry on Defence handout photograph dated 01 February 2010 and released on 13 May 2011 showing a RAF Reaper UAV (Unmanned Aerial Vehicle) taxiing at Kandahar Airfiled, prior to a mission in the skies over Afghanistan. The British Ministry of Defence reported on 13 May 2011 that the Reaper UAV is armed with a full complement of two GBU-12 226kg (500lb) laser-guided bombs and four Lockheed Martin AGM-114P Hellfire air-to-surface missiles. The MQ-9 Reaper is a medium-to-high altitude, long endurance remotely piloted aircraft system. The MQ-9's primary mission is to act as an intelligence, surveillance and reconnaissance (ISR) asset, employing sensors to provide real-time data to commanders and intelligence specialists at all levels. EPA/Cpl STEVE BAIN ABIPP / BRITISH MINISTRY OF DEFENCE / HANDOUT MANDATORY CREDIT; CROWN COPYRIGHT HANDOUT EDITORIAL USE ONLY/NO SALES

امنيتي چارواکي وايي، چې د پکتيکا ولايت په ګومل ولسوالۍ کې د بې پيلوټه الوتکې په بريدونو کې تر لسو ډېر وسله والو طالبان وژل شوي، خو ځينې نورې سرچينې وايي، چې دغه کسان ملکي وګړي دي.

د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد وايي، چې لومړی بريد تېره ورځ غرمه دوولس بجې او دويم بريد پرون ماښام د ګومل ولسوالۍ د مرڼې په سيمه کې پر دوو موټرو شوی دی.

هغه امريکاغږ ته وويل، چ

epa02730638 A British Ministry on Defence handout photograph dated 01 February 2010 and released on 13 May 2011 showing a RAF Reaper UAV (Unmanned Aerial Vehicle) taxiing at Kandahar Airfiled, prior to a mission in the skies over Afghanistan. The British Ministry of Defence reported on 13 May 2011 that the Reaper UAV is armed with a full complement of two GBU-12 226kg (500lb) laser-guided bombs and four Lockheed Martin AGM-114P Hellfire air-to-surface missiles. The MQ-9 Reaper is a medium-to-high altitude, long endurance remotely piloted aircraft system. The MQ-9's primary mission is to act as an intelligence, surveillance and reconnaissance (ISR) asset, employing sensors to provide real-time data to commanders and intelligence specialists at all levels.  EPA/Cpl STEVE BAIN ABIPP / BRITISH MINISTRY OF DEFENCE / HANDOUT MANDATORY CREDIT; CROWN COPYRIGHT HANDOUT EDITORIAL USE ONLY/NO SALES

ې دغه څوارلس وژل شوي کسان د حکومت وسله وال مخالفين دي. د هغه په وينا دغو کسانو د هوايي بريد پرمهال له ځان سره ځينې درنې او سپکې وسلې هم درلودې.

قوماندان زړور زاهد زياته کړه، چې په لومړني بريد کې نهه او په دويم کې بريد پنځه کسان وژل شوي دي.

خو د پکتيکا د ولايتي شورا مرستيال نعمت الله بابری وايي” په يادو دواړو بې پيلوټه بريدونو کې وژل شوي کسان د ګومل ولسوالۍ د مرڼې د سيمې ولسي خلک دي.”

د هغه په وينا دغو کسانو له هيڅ سياسي ډلې سره تړاو نه درلود، خو زياته يې کړه، له دې امله چې د پکتيکا په لرې پرتو سيمو کې د ځان ساتنې په خاطر وسله ګرځول معمول دي ” په دې کسانو کې هم يو شمیر هغو يې سپکه وسله درلوده.”

په همدې حال کې د ګومل ولسوال ښايسته ګل امريکاغږ ته وويل، د ده د معلوماتو له مخې په نښه شوي کسان “د دوو قبيلو ترمنځ د يوې لانجې د حل په موخه له يوې سيمې څخه بلې ته پر لاره وو، چې هوايي بريدونه پرې شوي دي.”

 په عين وخت کې طالبانو هم له خبريالانو سره په خبرو کې رد کړې، چې ګڼي د ډرون په پرونۍ حمله کې په نشه شوي د دوی د ډلې کسان دي.

ډرون يا د بې پيلوټه الوتکو بريدونه په دې وروستيو کې د افغانستان په ختيځو او جنوب ختيځو سيمو کې مخ پر زياتېدو ښکاري.

که څه هم افغان امنيتي چارواکي دا بريدونه د وسله والو د ځپلو په برخه کې مهم بولي، خو په ګڼ شمېر مواردو کې د ملکي افغانانو د درنې مرګ ژوبلې لامل هم ګرځيدلي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *