پاکستان او هند په خپلو هیوادونو کې په ډیرو امنیتي پیښو کې پریوبل تورونه لګوي1EC76FBC-3F2C-434E-8D59-6CA220DAFA2C_w640_r1_s_cx15_cy4_cw62.

د هند لپاره د پاکستان جګپوړي کمشنر د پنجشنبې په ورځ (د اپریل ۷) وویل چې د دوه اتومي تاقت لرونکو هیوادونو هند او پاکستان ترمنځ دوه اړخیزه خبرې د اوس لپاره وځڼډیدې.

عبدالباسط دا خبره په نوې ډهلي کې د جنوبي آسیا د نړیوالو بهرنیو خبریالانو د ډلې سره په لیدنه کې وکړه. عبداباسط وویل چې پاکستان دا مذاکرات د خپلو ستونزو د حل لپاره ډيرې مهمې ګڼي.

عبدالباسط وویل ٫٫ پاکستان غواړي د خپلو ستونزو د حل په نیت د هند سره پراخې او ارزښتمنې خبرې ولري٬٬. هغه وویل هند تراوسه دیته تیار ندی نو پاکستاني مرکچیان به ورته صبر وکړي.

ددې تازه تبصرو دوه ورځې مخکې د سه شنبې په ورځ پاکستاني پلټونکي د هند شمالي ښار پټانکوټ ته ورغلي وو چې د هند په یو هوایي اډې د هغه برید په تحقیقاتو کې همکاري وکړي چې د همدې کال په پیل کې اوه هندي عسکر او شپږ وسله وال بریدګر پکې وژل شوي وو.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *