د بروکسل پیښې د اروپا سیاسي زره له سکتې سره مخ کړ او ددې لامل شو ترڅو د اروپایي ټولنې سیاسي مشرې فدریکا موګرینی بغض وچوي او ددې پیښې لپاره اوښکې تویې کړي. د بروکسل پیښې بیلا بیل ډوله غبرګونونه له ځان سره درلودل. ولسمشر محمد اشرف غني دا پیښه په کلکو ټکو وغندله وویل ټولنه نړیواله ټولنه د یوه جسم په ډول او دا جسم له ترهګریه سخت ځپل شوی او زیان یې لیدلی دی. د امریاکا ولسمشر بارکاروپا-ته-تلونکي-کډوال-700x336-660x330 اوباما دا بریدونه د ملکی او بیګناه کسانو پر وړاندې له قهر ډک بریدونه ښودلي او د ناټو اته ویشتو هیوادونو دا بریدونه د اروپآیي ټولنې پر پرانستونکي او خلاصې فضا بریدونه ښودلي دي، د ایران ولسمشر حسن روحاني او د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي اسټیفن ډیمستورا او نورو نړیوالو مشرانو هم په بیلا بیلو پیغامونو کې د بروکسل بریدونه په کلکو ټکو غندلي دي. دا بریدونه له څو اړخونو د څیړنې وړ دي: لومړی موضوع داده چې دا بریدونه د اروپایي ټولنې په سیاسي زړه کې رامنځ ته شوي. په بروکسل کې د نآتو او اروپایي تولنې ډيری ناستې تر سره کيږ دا او نور مرکزونه په همدي ښار کې شتون لري. هغه مرکزونه چې د اروپا اړوند مسایلو په هکله پکې خبر ې کیږي او څیړل کیږي.

پّ حقیقت کې په بروکسل برید په توله اروپا برید وو څرنګه چې د اروپایي ټولنې په وینا کې راغلي ددوی دا برید پر ټولې اروپا برید ښودلی دی . د بروکسل پیښې د اروپا ښکر ور مات کړ او هغه ویاړچې دوی تر لاسه کړی وو له خواشنی سره مخ کړل او په هغه امکاناتو چې دوی یې لرې له دې سره چې چمتوالی یې درلود تر پوښتنې لاندې راوستلی دی.

دوهمه موضوع داده چې داعش ددې ډول بریدونو په تر سره کولو پسې ده. داعش په هره میاشت او یا یوه موده کې ددې ډول بریدونو په تر سره کیدو سره خپل شتون ثابتوي او د نړۍ په رسنیو کې د خبرونو په سرټکیو کې ځای نیسي، ددې ډول بریدونو تر سره کول د داعش لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده او داعش په دې دول بریدونو سره کولای شي په منځني ختییځ او نورو سیمو کې د ځان لپاره ځانګړې امتیازات تر لاسه کړي پّ یوه ټکي کې دا ډول بریدونه د داعش لپاره لویې لاسته راوړنې تر لاسه کولای شي او ددوی ملاتړې هیوادونه هم هڅه کوي ترڅو له دوی سره نورې مالي او د وسلو مرسته وکړي چې په دې سره دا بډایه ترهګریزه وسله والو ډله نوره هم ځواکمنه کیږي.

د داعش وسله واله ډله په اروپا کې هم ډير امکانات لري او ددې ډلې ډيری جنګیالي د اروپایي هیوادونو تابعیت لري چې ډيری برخه یې د بریتانیا فرانسې آلمان او بلجیم اوسیدونکي دي او اوس مهال د داعش پّ لیکو کې د جګړې په موخه په سوریه او عراق کې ځای پر ځای شوي دي او اوس مهال ډيری دا وسله وال په خپله د اروپایي تولنې لپاره په سرخوږي اوښتي دي.

خو ددې پر وړاندې د اروپایي تولنې ګام پورته کول بسنه نکوي څکه چې د ترهګری له منځه وړل ددوی د جرړو له وچولو سره تړاو لري او ددوی له لوري د بریدونو له ویرې دیری سپورتي او نورو پلانونه لغوه شوي دي له بل لوري داعش دا وښوده چې اروپایي ټولنه هم دوی تر خپل قلمرو لاندې بولي او داسې ښکاري چې دا ډله د اروپا لپاره نور لوی پلانونه هم لري او هغه څه چې ددې بریدونو په تړاو یاد شول په خپله د داعش له تګلارې سره مرسته کوي.

په حقیقت کې اروپا له ستونزو سره مخ کیدل د لویدیځ لپاره د اندیښنې وړ ده او په طبعي توګه په دې کې امریکا هم خپل کار کوي. امریکایان په بروکسل کې د بریدونو له مخې ویریدلي دي ځکه چې په دې هکله د امریکا د ولسمشری لپاره د نوماندانو له څرګندونو په ښکاره دا لیدل کیدل او د خپلو کورنیو مسایلو په هکله یې اندیښنه څرګندوله. له دې نوماندانو څخه یوه یعني تد کروز د اسلام ویرونې څخه په ګټې اخستنې سره د اسلامي نړۍ په هکله خبرې کړې او د ډونالډ ټرامپ څرګندونو ته پّ ورته څرګندونو کې یې چې ویلي یې وو امریکا ته باید د مسلمانانو د راتګ مخنیوی وشي، دې بریدونو ته نغوته کړې ده. شاید ده په دې سره غوښتي وي ترڅو ډیرې رایې تر لاسه کړي خو ریښتینولي داده چې دې پیښې د لویدیځ په حالاتو بده اغیزه کړې ده.

د اروپایي تولنې زړه په خپل منځۍ هوکړې په اور کې سوځیږي په دې مانا چې اروپا په هغه څاه کې شتون لري کوم چې د نورو لپاره یې کیندلی ؤ. له کله چې عربي پاڅونونه په منځني ختیځ کې په نښتو پیل شول او دا په ډاګه ویلی شو چې په دې ناخوالو کې ځینې اروپآیي هیوادونو هم لاس درلود او د عربي هیوادونو په ملتیا یې د منځني ختیځ په هیوادونو کې لاسوهنه وکړه چې په دې سره په دې هیوادونو کې د ترهګریزو ډولو د رامنځ ته کیدو او د نړۍ نورو سیمو ته یې د لمنې پراخیدو لامل وګرځیدل او د سوریې په څیر هیواد یې په وینو کې ولمبولو. په حقیقت کې اروپایي هیوادونو د عربي او سیمه ایزو هیوادونو له لارې له وسله والو سره وسلو او مالیاتو مرسته کړې ده او دې هیوادونه پّ ښکاره د هغه خبرداریو پر وړاندې له بیغوریه کار واخیست کوم چې ورکړل شوي وو او یا هم ورکول کیدل. دې مسلې په سوریه کې د جګړې لمن نوره هم پراخه کړه او پّ دې هیواد کې ترهګریزو ډلو د خپلو موخو لپاره پرمختګ وکړ او د ترهګری لمنه پراخه شوه. له دې وروسته چې داعش په سوریه کې ډيرې لاسته راوړنې پیدا کړې عراق ته یې هم خپل ځواکونه واستول او ددې هیواد څینې برخه یې تر کنترول لاندې راوسته او ویې کولای شول لویه سیمه تر واک لانډې راولي. په داسې حالاتو کې لویدیځوالو غوښتل خپلې لویې او ستراتیژیکې موخې تر لاسه کړي دا په داسې حال کې ده چې داعش پّ ښه توګه وکولای شول د لویدیځ ځوانانو ترمنځ تبلیغات وکړي او له دوی څخه جنګیالي جذب کړي.

له دې مخې په تیرو څلورو پنځو کلونو کې داعش په اروپایي هیوادونو کې خپل پلویان وپیژندل او د اروپایي خوانانو ترمنځ یې خپل محبوبیت ځای پر ځای کړ. هغه دلې چې په منځني ختیځ کې د حالاتو له مخې رامڼخ ته شوې وې دادی د اروپایې ټولنې لمن یې هم نیولې ده. اوس مهال داعش د انساني ځواک له مخې په اروپا کې ډير نفوذ لري او کولای شي د بروکسل په څير بریدونه په ښه او پراخه توګه تر سره کړي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *