كندهار كې ۶۰ فيصده خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي

كندهار كې ۶۰ فيصده خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي

كندهار كې ۶۰ فيصده خلك له روغتيايي خدمتونو بې برخې دي د عامې روغتيا وزير ډاكټر فيروز الدين فيروز تېره ورځ كندهار ته د يو سفر په ترڅ كې د كتلوي معافيت حوزوي مركز په داسې حال كې پرانيست چې ځايي مسوولين وايي، لا هم د كندهار ۶۰ فيصده خلك روغتيايي خدمتونو ته اسانتيا نه لري.

فيروز وويل، دا مركز چې ۳۲ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، د يونيسف په مالي مرسته جوړ شوى، چې له دې لارې به د لوړ كيفيت واكسين نه يوازې كندهار بلكې شاوخوا ولايتونو ته هم رسوي.

وزير زياته كړه، وزارت به يې ډېر ژر په كندهار كې د روغتيايي خدماتو د چټكتيا لپاره په دريو ولسواليو كې ۳۰ بستريز روغتونونه هم جوړ كړي.

دا په داسې حال كې ده چې د كندهار والي همايون عزيزي بيا ويلي، دمګړۍ مركزي حكومت د كندهار دوه نيم مليونه وګړو ته يوازې د اته سوه زره كسانو د روغتيايي خدماتو امكانات برابروي او نور خلك ترې بې برخې پاتې كېږي: (( په كندهار كې د سلو كسانو له ډلې يوازې څلويښت تنه روغتيايي خدمتونو ته لاسرسى لري، پاتې نور شپېته فيصده خلك محروم دي.))

بايد وويل شي چې په كندهار كې د روغتيايي خدمتونو د نه رسېدو له كبله د سرشمېرنې پر اداره د ناغېړۍ تورونه دي او ويل كېږي چې ګواكې د همدې ادارې مفلوج فعاليت د دې سبب شوى چې كندهار كې د يو كس روغتيايي اسانتياوې په پنځو كسانو وويشل شي.

Author

خروج از نسخه موبایل