ترکیه د تروریستانو ملاتړ ته دوام ورکوی

ترکیه په عراق او سوریې کې د تروریستانو ملاتړ ته دوام ورکوی. په دې هکله څرګندونې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف کړي دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د یوې خبریزې ناستي پر مهال وویل:«مهمه دا ده، چې د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې، که هغه عراق وی او که سوریه، د نه لاس وهنې سیاست غوره شي».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه:«ډیر داسي شواهد موجود دي، چې ترکیه د ډیرو غوښتنو سره سره بیا هم د نورو هیوادونو په کورنیو چارو کې لاس وهنې او د تروریزم څخه ملاتړ ته دوام ورکوی».

د سرګی لاوروف په وینا:«د ټولو لپاره د ترکيې او د ترکيې د خلکو په شمول سمه به دا وی، چې اوسمهال انقرې د تروریستانو د ملاتړ څخه د لاس اخیستلو ته خپل پام راګرځولی وی».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف څرګنده کړه:«دا هغه اندونه دي، چې زه یي په ډاډه توګه څرګندولای شم او مونږ به ددي په ګټه کار او عمل وکړو».

Author

خروج از نسخه موبایل