د استانبول لړۍ اړوند له ترهگرۍ سره د مبارزي په موخه د باور جوړوني تخنيکی ډلي ناستې نن په بهرنيو چارو وزارت کې په لاره اچول شوي وهpeace-7-16

په دي ناسته کې د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال او په افغانستان کي د ملگرو ملتونو استازي له ترهگرۍ سره د مبارزې په برخه کي همکاري اړينه ښودلې ده

د ترهگرۍ پر وړاندې د باور جوړونې په ناسته کې چې د استانبول نړۍ اړوند ده د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي د سیمې امنیت اړین ښودلی او دا یې د ترهګرۍ پر وړاندې د سیمه ایزو هیوادونو لپاره یو چانس ښودلی دی. ده په نړۍ کې د ترهرګۍ ودې ته په نغوتې سره ویلي: د نورو په پرتله افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې همکاری ته تر ډيره اړتیا لري.

حکمت خليل کرزي – “مونږ یوې با ثباته سیمې ته اړتیا لرو او افغانستان کې چې ددې ښکارندې اصلي قرباني دی د نورو په پرته همکاری ته اړ دی له شک پرته پّ سیمه کې امنیت او ټیکاو سیمه ایز پلان ته اړتیا لري او زه فکر کوم چې د استانبول لړۍ د باور وړ لاره ترڅو دې موخې ته ورسیږو.”

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي نیکولاس هیسم له دې سره چې د ترهګرۍ پر وړاندې یې په همکارۍ ټینګار کړی ویلي یې دي اوس ددې مخې لپاره په ښه توګه لاره هواره شوې ده.

نيکولاس هيسم – “دا ناسته د ترهګرۍ پر وړاندې چې د ورځې په تیریدوسره یې لمن پراخیږي د مبارزې لپاره یو ښه فورصت دی افغانستان چې له دې برخې یې ډيری زیانونه ګاللي دي تر ډيره د نړیوالو او سیمه ایزو هیوادونو مرستې ته اړتیا لري دا روښانه خبره ده چې په افغانستان کې د ډيریو ترهګریزو ډلو مرکزونه له هیواده بهر دي نو له دې مخې باید هغه هیوادونه لاسونه سره یو کړی کوم چې په سیمه کې د امنیت غوښتونکي دي.”

ددې ناستې ګډونوالو د ترهګرۍ پر وړاندې د باور جوړونې پر اجرایي فعالیتونو خبرې کړې او د تیر کال د ناستې د پریکړو د څیړلو سربیره یې نوي وړاندیزونه وړاندې کړي دی.

ټاکل شوې د آسیا زړه هیوادونو د ناستې بل پړاو د دوه زره شپاړسم کال په نیمایي کې په هندوستان کې پیل شي ددې ناستې پنځم پړاو په پاکستان کې تر سره شوی دی.

داستانبول لړۍ پّ سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې دمبارزې په موخه په شپږ اتیایم کال کې پیل شوې ده.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *