ټاکل شوې چې ښاغلی مودي به د سعودي له يو شمېر مهمو مشرانو سره وګوري

د هند لومړی وزير نريندرا مودي سعودي عربستان ته تللی چې هلته د دغه هېواد له مشرانو سره د امنيتي او سوداګريزو اړيکو پر سره خبرې وکړي151225035150_narendra_modi_afghanistan_640x360_pib_nocredit.

وړاندې د هند د بهرنیو چارو وزارت يوه کارکوونکي شري کومار، سعودي ته د لومړي وزير نريندرا مودي د سفر په اړه ويلي وو، “دا به د دواړو هېوادو تر منځ د سوداګريزو اړيکو په برخه کې يو لوی ګام وي”، د ده په وینا هند ۲۰ سلنه خام تېل له دغه هېواد څخه اخلي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت له خولې وايي “موږ غواړو دا باوري کړو چې له سعودي څخه د تېلو پېر همداسې دوام وکړي”.

نوموړی زياتوي چې ښاغلی نريندرا مودي به په دې اړه د سعودي له پاچا سلمان سره هم خبرې وکړې.

بل خوا د سعودي خبري اژانس هم د نريندرا مودي د سفر په اړه خبر ورکړی خو په دې اړه يې نور معلومات نه دي وړاندې کړي.

د هند د بهرنيو چارو وزارت د کارکوونکي په وينا سعودي ته د ښاغلي نريندرا مودي سفر ډېر ارزښت لري چې په ترڅ کې به يې دواړه غاړې په سيمه ييزو او نورو مهمو مسلو هم خبرې وکړي.

د شري کومار په وينا په امنيتي برخه کې د مرستو او همکارۍ په اړه به هم خبرې وشي او ټاکل شوې چې نريندرا مودي به د يکشنبې په ورځ د سعودي له سوداګريزو مشرانو سره هم وګوري.

د سوداګرۍ په برخه کې سعودي عربستان د هند يو مهم ملګری بلل کېږي، د دواړو هېوادونو تر منځ سوداګري له ۲۵ ميليارد ډالرو څخه ۴۸ ميلياردو ډالرو ته لوړه شوې ده.

دا په تېرو اوو مياشتو کې خليج هېوادونو ته د نريندرا مودي دوهم سفر دي. په سعودي عربستان کې شاوخوا درې ميليونه هندي کارګر پر دندو بوخت دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *