د روسيي بهرنيو چارو وزير د سوريي او د بشار اسد د راتلونکي په هکله هوکړه رد کړه

مخکي له دي يو شمير لويديځو رسنيو ويلي وو امريکا او روسيه د اسد برخليک په هکله هوکړې ته رسيدلي دي16F59424-8579-4D22-B40F-6EC92A6D3AA1_mw1024_s_n

د روسیې بهرنیوو چارو وزیر سرګي لاوروف په یوه خبري ناسته کې ویلي: د بشار اسد او سوریې د راتلونکې به هکله د روسیې او امریکا ترمنځ هیڅ ډول هوکړه نده شوې ده ویلي په دې هکله پریکړه د سوریې د خلکو حق دی او بل هیڅ هیواد ددوی د برخلیک د ټاکلو حق نلري.

سرگئي لاوروف – “امریکا د ملګرو ملتونو د غوښتنې له مخې زمونو له پریکړو سره هوکړه کړې ده مونږ په ډاګه ویلي چې یواځې سوریان کولای شي خپل او خپل هیواد برخلیک وټاکي په تیر کال کې د ملګرو ملتونو په هوکړه کې د بشار اسد برخلیک هم روښانه دی دا به ناشوني وی چې زمونږ امریکایي ملګري دا ټکی درک نکړي.”

دا په داسې حال کې ده چې ځینې لویدیځو رسنیو مسکو ته د جان کري له سفر وروسته ویلي امریکا او روسیې د بشار اسد او سوریې د راتلونکې په هکله پریکړه کړې ده پّ همدي حال کې تیره ورخ د روسیې او امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو په ټلفوني اړیکه کې د سوریې د اوربند د دوام په هکله خبرې کړي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *