اوباما منلي ده چې امريکايي بې پيلوټه الوتکې ملکي کسان وژلي دي

دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما ومنله چې دامريکا د بې پيلوټه الوتکو په بمبارۍ کې ملکي کسان وژل شويدي205883.

دامريکا متحده ايالاتو ولسمشر په واشنګټن کې د اتومي امنيت د غوڼډي په پاييله کې د پنتاګون په پته هغه نيوکې ومنلي چې دامريکا بې پيلوټه الوتکو په سومالي ، ليبيا، او یمن کې ملکې وګړي وژلي دي.

همداراز ده زياته کړه چې دامريکا متحده ايالات هڅه کوي، چې دداسې غميزو مخنيوي وکړي.

دامريکا اداره په وار وار تر نيوکو لاندې راغلې چې پر افراطيانو د بريدونو په پاييله کې يي ګڼ شمير ملکي وګړي چې زياتره يي ښځې او ماشومان دي وژلي دي.

دامريکا متحده ايالتو د هوايي ځواکونو وروستۍ حمله دافغانستان کندوز ولايت د «بې پولې ډاکترانو» پر روغتون تر سره شوه ، چې په پاييله کې۴۲ تنه ووژل شول، په عين وخت کې ددې پيښي دپلټنو د پاييلو له مخې دامريکا هيڅ يو لوړ پوړي پوځي چارواکی عدالت ته نه دی راکښ شوي. يوازې څو تنو سرتيرو او وړو ضابطانو ته انضباطي سزا ورکړل شوه.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *